The news is by your side.

پاکستان چې له افغانستان سره کومه لوبه وکړه?

محترم سپیکر صېب !
پرون چې کومه پېښه وشوه او یا د دې نه مخکې کومې پېښې شوې دي په دې اړه اکثر زه د صاحب شاه صابر شعرونه وایم چې
څه د جلوس څه د جلسې څه د غزه شهیدان
مونږ بې هنره پښتنو سره بلها شهیدان
په مېدان ما جنګوي ماله شاباشی راکوي
بیا د مېدان په وېش کې نه مني زما شهیدان
مونږه د یو جنګ نه خبر نه شو چې چا وګټو
مونږه د هر جنګ نه راوړي دي بلها شهیدان
سپیکر صېب! په پرونۍ پېښه بحث وشو خو زمونږ د سنجیدګۍ دا حال دی چې په پارلیمان کې د سر درۍ صفونه(چرته چې د حکومت مهم وزیران کښېني) خالي دي دلته خبرې کېږې چې د ادارو چارواکي به راځي او پارلیمان ته به تفصیل ورکوي بیا به تګلاره جوړېږي خو دا خو پرېږده خو نن د “تګلارې اعلامیه “ پالیسۍ سټېټمنټ د پاره د پاکستان ړومبی وزیر هم نه دی راغلی چې راتلل یې په کار وؤ .

دې سره تړلې موضوع د پارلیمان قدرمن غړي علي وزیر ده چې د سند او خېبرپښتونخوا ایالت په ټولو قضیو کې ضمانتونه هم ورکړل شو خو بیا یې هم د خوشي کېدو فرمان نه جاري کېږي حالانکې په اساسي قانون کې د یو بدلون ترمخې سپیکر ته دا اختیار ورکړل شوی دی چې که وغواړي د پارلیمان زنداني غړی په پروډشکن ارډر د پارلیمان غونډې ته راوړی شي خو ښکاري داسې چې دوي د علي وزیر د خوشي کېدو اراده نشته او بیا چرته د یو بل ګوټ نه پسې قضیه رالټوي چې دی زنداني پاتي شي.

سپیکر صېب! د ترهه ګرۍ چې کوم رنځ دی په دې خو خالي مونږ دلته تش تقریرونه او نیوکې کوؤ او د یوې ستونزې نه بلې ستونزې ته منډې واهو ګني چې دلته پرون کوم تقریرونه وشول او د هغو جاج واخیستل شي هرڅه به درته واضح شي ، حالات دې ځای ته راغلي چې پرون د پېښور پرېس کلب مخې ته پولېس دا نعرې واهي چې
یه جو نامعلوم هې یه همې معلوم هې
یعني چې کوم نا پېژاندل شوي خلک دي دا مونږ پېژانو (چې اشاره یې د پاکستان استحباراتو ته ده )
که چرته اداره دې ځای ته راشي بیا به تاسو ریاست څنکه چلوئ؟؟.

دلته ټوله پړه په افغانانو اچول کېږي چې په لاکونو مهاجرین راغلل خو پوښتنه دا دی چې دوي ولې راغلل؟ د دوي خو مونږ باسېواده هېواد ویجاړ کړو او مونږ ډالرې واخسیتې، هلته خو دوي ټیک وؤ چې مونږ انصار وؤ او دوي مهاجرین وؤ ځکه چې ډالر راتلل
په هغه جنګ کې مونږ هم برابر شریک یو مونږ ته چا ویلي وؤ چې تاسو د کرایې سپایان جوړ شئ او په آفغانستان کې د آمریکا د پاره جنګ وکړئ؟ مونږ خو آمریکا ته د نیابتي جنګ د پاره ټول هېواد وسپارلو او ورله هغه ذهنیت مو هم تیار کړو کوم چې د دوي ضرورت وؤ ځکه د آمریکا په پوهنتونو کې زمونږ د پاره داسې نصاب تیارېدو چې دوه جمع دوه څلور کلاشنکوف
د کوم مقصد او سیاسي اهدافو د پاره چې آمریکا جنګ کولو هغه لړۍ څنګه پرمخ بوتلل شوه چې د مجاهدینو نه پس د طالبانو ړومبی دور راغلو څنګه مونږ دوي د اتلانو ښودلې هڅې کولې؟ هلته چې ولي خان سوال پورته کولو نو غدار وؤ نن مونږ چې چغې واهو چې په آفغانستان کې جنګ جهاد نه دی فساد او بربادي ده نن مونږ غداران یو.

د یولسم ستمبر نه پس مونږ شل کاله طالبانو ته ژغورنه ورکړه خو تور بیا هم په آفغان مهاجرینو لګول کېږي
سپیکر صېب! هلته(په آفغانستان کې) چې کومو خلکو جنګ کولو یا نن د هغوي ملګري دلته (پاکستان کې) حملې کوي، داسي ځایونه ته لاس رسايي لري چې هلته زه (د پارلیمان غړی) نه شم تلی او ورله پروټوکول ورکول کېږي د دوي سره یوه وړوکې د کاغذه ټکړه د وېزې حثېت لري مونږ څوک بېواقوفان جوړوؤ؟ آفغانستان کې چې طالبانو(د اشرف غني) حکومت ړنګ کړو دلته مونږ نندارې نه کولې؟ اوس هم د سیاسي ګوندونه د مشرانو ثبوتونه موجود دي چې پخواني ړومبی وزیر عمران خان به وېل چې طالبانو د غلامۍ زنځېرونه مات کړل، بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي به وېل چې طالبان پوهه او تکړه خلک دي بلکې په نږدو ورځو کې هم د خېبر پښتونخوا حکوت وېل چې طالبان(TTP) سوات له جنګ ته نه دي راغلي.

خو حقیقت دا دی چې د آفغان طالبانو په مرسته پاکستاني طالبان دلته زمونږ بچیان وژني او ترڅو پورې چې په آفغانستان د طالبانو قبضه وي په ټوله سیمه کې به اور بلېږي.

سپیکر صېب دلته دا خبره وشوه چې په پنجاب کې چې کوم ځانمرګي برېدونه کېږي د هغو تعلق د پښتونخوا سره دی خو پوښتنه دا ده چې دې ځانمرګي بریدګرو ته تربیه ورکونکي جنرل حمیدګل او کرنل امام څوک وؤ؟ چا رالیږلي وؤ چې په سرکاري وسایلو به یې تربیه ورکوله؟ هغه خو نه وؤ زمونږ خلک؟ .

ماسره د ساوت اشیا کوټل راپور پروت دی چې د ریکارډ حصه ده وایي چې په پاکستان کې شپږ شپېته زره کسان د ترهه ګرۍ په جګړه کې چې کوم وژل شوي په هغو پنځوېس سوه کسان خالي د پنجاب دي مونږ نه غواړو چې چرته هم بربادي وي خو وژل کېږم زه، نسلونه زما برباد شول، اقتصاد زما برباد شو نو دېته په دې نظر کتل پکار دي.

سپیکر صېب! په ټولنیزو رسنۍ مې ولیدل چې د ضرب عضب پشان پوځي عملیات پکار دي خو په ضرب عضب کې مونږ کومې لاس ته راوړنې وکړې؟ څومره ترهه ګري مو ختمه کړه؟ زمونږ کمبلې، فریجونه غله کړل شول زمونږ کورونه ړنګ کړل شول مونږ نوره کومه توره او واهله؟ هېڅ ترهه ګري ختم نشوه، ولس خو پرېږده چې د پولیس باور هم په ریاست ختم شو او په لاریونونو مجبور شول مزید مونږ له څوک په مفروضو او اعلانونو دوکه نشي راکولې ، ذهنیت او تګلاره (پالیسي) بدلو پکار دي.

سپیکر صېب دلته د مزاکراتو خبره وشوه ، مونږ چې کومه اندېښنه مخکې څرګنده کړې وه چې دوي (طالبان) د مزاکراتو په بهانه راوړل کېږي، ځای ورکول کېږی نن یو یو لفظ رښتیا ثابېږي، نن کوم ځای محفوظ دی؟
زه همیشه دا خبره کوم چې نن د ترهه ګرۍ او چې کوم زمونږ په سیمه کې دی دا به ټول ملک ته غځول کېږي لکه څنګه چې په آفغانستان کې اور بل وؤ او زمونږ مشرانو به وېل چې دا اور به ډیورنډ دېخوا هم را اوړي، نن که زما په وجود اور بل دی هېڅکه هم داسی نه ده دې کې به ټول سوزو.

سپیکر صېب! مونږ همېښه د مغرب او د آمریکا د مفاداتو خیال ساتلی خو دوي خو غواړي چې زمونږ په سیمه ګې اړې ګړې وي ترڅو چې چین هم په تکلیف وي او روس هم، د هغوي خو دا سټرېټیجګ مفادات دي دوي خو نور هېڅ هم نه غواړي.

د ترهه ګرۍ جګړې نه پس دوي چې اوس د دوحه تړون په نوم په سیمه کې کومه لوبه روانه کړه په دې توفان کې زمونږ هېڅ کله ژغورنه نشته دا توفان به مونږ ډوبوي، که مونږ د ځان اصلاح کوؤ چې “ماته ښکاري نه“ نو مونږ له به یو ټروت کمېشن جوړول وي چې معلومه شي چې په تېرو وختونو کې کوم کس یا ادارې کوم ناوړي کارونه کړي چې د هغو احتساب وشي خو ارادې مونږ ته سایي نه ښکاري.

څه چې په آفعانستان کې وشول هغه لوبه دلته کېدونکې ده په آفغانستان کې هم چې کله کومه پېښه وشوه مونږ (پاکستان) به غندنه کوله خو هغه هرڅه به چا کول؟ نن چې دلته کومه پېښه وشي دوي (آفغان طالبان ) یې غندنه کوي خو دلته دا هرڅه د چا په مرسته کېږي؟ د دوي نازولي نه دي؟.

دا ټول څیزونه دلته واپس زمونږ سره کېدونکي دي خو زما په خیال مونږ اوس هم سنجیده نه یو چې نظام کې بدلون را والو او د آفغانستان د پاره ناکامه تګلاره بدله کړو خو که مونږ ځان ټیک نه کړو نو نن چې کوم حالات دي او پېښې کېږي دا به زمونږ ریاست ډوب کړي.

محسن داوړ

Comments are closed.