د پاکستان حکومت په وېره کې؛ په يو ځانمرګي بريد کې يې درې پوليس هلاک شوي
د پاکستان په شمالي وزیرستان ايالت په ميرعلي سيمه کې د پوليسو په موټر يو ځانمرګی بریدګر ور برابر شوی چې په کې لسګونه پاکستاني پولیسو ته مرګ ژوبله اوښتې.
په ميرعلي کې ځايي پوليسو پېښه تاييد کړې او وايي چې چاودنه د تېلو او ګازو د کشف او استخراج د يو کمپنۍ پر امنيتي ځواکونو شوې چې يو ځانمرګي بريدګر له چاودېدونکو توکو ډکه ريکشه د پوليسو له موټر سره جنګولې چې په پايله کې يې چاودنه رامنځته شوې.
په چاودنه کې درې پاکستاني پوليس هلاک شوي او اووه پوليسو او د کمپنۍ ۱۵ کارکوونکي ټپيان شوي دي.
له چاودنې وروسته امنيتي ځواکونو په سيمه کې چاڼيز عمليات هم کړي.
تحريک طالبان پاکستان يا ټي ټي پي د ياد بريد مسووليت منلی.
په دې وروستيو کې د پاکستان په بېلابېلو سيمو کې د ټي ټي پي له لوري په پاکستاني پوليسو بريدونه زيات شوي او د پاکستان د استخباراتو لوړپوړي مامورين يې هم په هدفي وژنو کې هلاک کړي دي.
د پاکستان حکومت له يوې خوا له اقتصادي انفلاسيون او له بلې له ترهګريزو بريدونو سرټکوي او په وېره کی دی.
Comments are closed.