The news is by your side.

د افغان خبریالانو د وضعیت په اړه د سارک خبریالانو سازمان غونډه جوړه شوه

د سارک خبریالانو سازمان عمومي غونډه چې ډېره برخه یې د افغان خبریالانو وضعیت ارزولو او د حل لاروچارو موندلو لپاره ځانګړې شوې وه، نن یکشنبه د ۸ هېوادونو په ګډون په انلاین ډول جوړه شوه.

په دې غونډه کې د افغانستان، نیپال، بنګله‌دېش، پاکستان، سریلانکا، هند، بوتان او مالدیف د څانګو مسوولانو او غړیو ګډون کړی و.

په افغانستان کې د سارک خبریالانو سازمان مشر ګل‌محمد ګران دې غونډه کې د افغان خبریالانو د وضعیت په اړه خبرې وکړې او د سارک خبریالانو له سازمان څخه یې وغوښتل چې نه یوازې په افغانستان کې د شته خبریالانو ملاتړ وکړي، بلکې د سارک غړیو هېوادونو، په ځانګړي ډول پاکستان کې د تبعید شویو افغان خبریالانو غږ واوري او د ستونزو حل لپاره یې لاس په‌کار شي.

ښاغلي ګران د سارک خبریالانو سازمان پر مسوولانو غږ وکړ چې د پاکستان څانګې سره په ګډه دغه هېواد کې د پولیسو له لوري د مېشتو افغان خبریالانو د نیول کېدو، ځورېدو، د هغوی د ویزو نه تمدیدېدو، پاکستان کې یې لپاره د اوسېدو لازمو اسانتیاوو برابرولو او د هغوی د ستونزو حل برخه کې لازم اقدامات وکړي.

په دې انلاین غونډه کې د سارک خبریالانو سازمان د مرکزي بورډ غړي خلیل‌الرحمان امید، د افغانستان څانګې جنرل سکرټرې آمنې عزیزي او غړي سیرت نوري هم خبرې وکړې او د افغان خبریالانو د شته ستونزو د حل غوښتنه یې وکړه.

ښاغلي امېد افغانستان کې د خبریالانو او رسنیو وضعیت د اندېښنې وړ وباله او د سارک خبریالانو پر سازمان یې غږ وکړ چې افغان خبریالان هېر نه کړي، بلکې دفاع او ملاتړ یې وکړي.

د سارک خبريالانو سازمان افغانستان څانګې جنرل سکرترې امنې عزيزي په افغانستان کې د ښځينه خبريالانو د وضعیت په اړه خبرې وکړې او د دوی پر کاري راتلونکي يې اندېښنه وښوده.

د سارک خبریالانو سازمان عمومي مشر راجو لاما او د ۸ هېوادونو استازیو په یوه غږ د افغان خبریالانو د دفاع او ملاتړ ژمنه وکړه او د پاکستان څانګې مسوولانو ته یې لارښوونه وکړه چې هلته د مېشتو افغان خبریالانو د ستونزو حل لپاره اقدام وکړي.

د سارک خبریالانو سازمان د پاکستان څانګې په استازولۍ صغیراحمد قمر او حسنین چودري ژمنه وکړه چې دغه هېواد کې به د تبعید شویو افغان خبریالانو ستونزې اوري او د حل لپاره به یې د افغانستان څانګې له مسوولانو سره ګډ کار کوي.

په پای کې پرېکړه وشوه چې د سارک خبریالانو سازمان د افغانستان څانګې مشر ګل‌محمد ګران او پاکستان کې د مېشتو افغان خبریالانو یوشمېر استازي به د سارک خبریالانو ټولنې د پاکستان څانګې له مسوولانو سره ګډه غونډه جوړوي او نه یوازې به دغه هېواد کې د تبعید شویو افغان خبریالانو د ستونزو پر حل خبرې کوي، بلکې لپاره به یې عملي اقدامات هم کوي.
د سارک خبریالانو سازمان په سارک هېوادونو کې د خبریالانو او رسنیو ازادۍ، د هغوی د دفاع او ملاتړ نړیوال بنسټ دی چې افغانستان، بنګله‌دېش، پاکستان، هند، نیپال، سریلانکا، بوتان او مالدیف یې فعال غړیتوب لري.

Comments are closed.