The news is by your side.

عبدالسلام حنفي د طالبانو هغه خبرې خوب او خيال ګڼي چې وطن به جوړوي

د طالبانو د رياست الوزرا مرستيال عبدالسلام حنفي وايي، دا خبرې هسې خوب او خيال دی چې ګنې وطن به جوړيږي او په دې توګه يې د طالبانو له خوا د وطن جوړولو شعار هسې خيال وباله.

حنفي وايي څو چې په هېواد کې تعليمي دستګاوې د کميت او کيفيت او اوسني وخت له تقاضا سره سمې جوړې نه شي پرمختګ او وطن چوړېدل امکان نه لري.

د نوموړي يو تازه ویډيو په خواله رسنیو کې خپره شوې چې په کې يې دا راز زياته کړې د اسلام د يو مفتي دنده يوازې ممنوعیت لګول او منع کول نه دي او کله چې ممنوعیت لګوي بايد په څنګ کې يې بديله لاره هم وړاندې کړي.

نوموړي همدارنګه وويل چې زموږ او د ټولو دونې علماوو دنده دا ده چې بايد ټولنې ته د تعليم او اوسني عصر سره د مطالبو زده کړو لارښوونه وکړو څو ټولنه له شته بدبختيو وباسو.

د يادونې وړ ده چې د طالبانو د حکومت يو شمېر مشرانو په پرلپسې ډول د خپل مشرتابه له خوا په لګولو شويو بنديزونو نيوکې کړي.

کارپوهان وايي داسې ښکاري چې په طالبانو کې هم ژور درز شته او په خپلو کې سره جوړ نه دي ځکه د دوی د مشرتابه وروستيو پرېکړو يې ځينې مهم غړي خفه کړي او نيوکې پرې لري.

Comments are closed.