The news is by your side.

له زندانه د علي وزير په خوشې کېدو د پښتنو تود هرکلی

د پښتون ژغورنې غورځنګ مخکښ غړی او د پاکستان د پارلمان غړی علي وزير نن د کراچۍ له مرکزي زندان خوشې شو.

هغه دوه کاله وړاندې د پنجابي رياست له خوا په دې تور نیول شوی وو چې ګواکې د دوی د پوځ پر ضد خلک تحريک کړي دي.

په علي وزير په څو محکمو کې دغه تورونه بې احساسه ثابت شول خو بيا هم د پنجابي رياست له لوري په ناحقه په زندان کې پاتې شوی وو.

د علي وزير د خلاصیدو سره سم ګڼ پښتانه د زندان مخې نه نوموړي ته د ښه راغلاست لپاره له ډولونو او اتڼونو سره ورغلي وو.

په خواله رسنیو کې هم ګڼ شمېر فعالانو له زندان نه د علي وزير په را خلاصېدو خوښي ښودلې ده.

علي وزير چې د پښتون ژغورنې غورځنګ مخکښ غړی او سياسي فعال دی، له ډېرو کلونو راهيسی يې د پښتنو د حقونو لپاره منډې ترړې وهلي دي او په دې لار کې يې ان د کورنۍ غړي هم قرباني ورکړي او شهيدان شوي دي.

Comments are closed.