د سر چوک آوازې«د خلکو اندېښنې او تبصرې»
دې کرښو کې لاندی مسایلو باندی بحث کیږي:
1- له مشرقی ولایاتو د طالبانو تخلیه
2- د ابراهیم صدر تقرر او امنیتي وزیرانو د صلاحیت کمېدل
3- د عبدالله عبدالله نوی هیلې
له مشرقي ولایاتونو داسې خبرونه تر لاسه شوي چې ګواکې طالبانو د یادو ولایتونو له ګڼو پوستو او قرار ګاوو پښې سپکې کړي، په نامالوم لوري تللي دي.
له همدې ولایتونو یو شمېر اوسیدونکو هم داخبره ممکن چې د نورو سیمو یا ولایاتو ځخه راغلي طالبان په مشرقي سیمو کی اوس نه ترسترګو کیږي.
سره له دی چې تحلیل کوونکو دی تخلیې ته له ګڼو زاویو کتلي او بیا تحلیلونه په کښکښ خو شک نشته چې په یادو تحلیلونو کی به ګڼې تیروتنې هم شوش وی او یا به د سیاسی اغیز لاندی لیکل شوي وي.
د سیمې اوسیدونکي او د منطقې په حالاتو څارګرې څېرې یاده تخلیه کومه نوی پېښه نه بولي، بلکې وایي چې دا تخلیه له ډېره وخته پیل شوې، په لومړي سر کې ډلګي مشران او مسولین چې له نورو ولایاتو راغرا وه له سیمې پښې سپکې کړي او بیا یې وار د پرسونل راورسېده.
دا څیرې د دې تخلیې لامل په عامه توګه په مشرقي ولس کی د طالب په وړاندې په شدت سره مخ په زیاتیدونکی نفرت بولي ، دوی اټکل کوي چې دا مساله طالب مشرانو درک کړې ده او مخکې له دی چې حالات تغیر وکړو دوی له سیمې ترپ کړل.
که د سیمس د خلکو دا اټکل چې یو څخه په واقعیتونو هم ولاړ ده سم وو نو په ډاګه کوي چې، طالبان ګمان کوي چې یا خو د دوی ورکه راغلې او یا هم په دې اعتقاد دي چې کوم نوی څپر پیلیدونکی دی چې اټکل کوي په خیر یي نه دی.
په مشرقي ولایاتو کې د طالبانو وېره او تیښته عادي مساله نه ده، پرته له شکه دوی د پردې تر شاه په هغه څه خبر شوي کوم چی روان او ملت لا نه دي ترې خبر.
د پردې تر شا لوبه نوره پټه نه شي پاتې کېدای او چې هره ورځ د سټیژ سر ته راځي، د خلیفه حقاني او حنفي انتقادونه د امارت د رهبرۍ په آدرس یې بېلګه ده او دواړو لورو ته د ذبیح الله مجاهد نصیحتونه ټول هغه شکونه له مینځه بیايي چې ګواکې اختلافات نشته او دا دی له حالاتو د طالب مشرانو نارضایتي د اختلاف تر ټولو کره دلیل ده.
بل لور ته څه وخت مخکې د صدر ابراهیم تقرر د امنیت شوری د مشر په حیث هغه څه وه چی د اختلافاتو څیره یې بربنډه او سرعت ور زیات کړ، دې کار وښوده چې ، نور هغه وخت نه دی کوم چې شیخ هیبت الله دې په خلیفه حقانی او ملا یعقوب په پټو سترګو اعتماد وکړي.
لا له ورایه مالومه وه چې د رهبر دا بی اعتمادي او د صلاحیتونو کمول به دی دوو مخ کښو طالب مشرانو ته د قبول وړ نه وي، او هرو مرو به عکس العمل ښکاره کوي چې بلاخره په وروستیو دوه ورځو کې د خلیفه حقاني حوصله ختمه شوه او په صریح او مستقیمو انتقادونو یی پیل وکړ.
د ملا یعقوب او حقاني یوازې د صلاحیتونو کمول په یوازې توګه د جببه ګیری لامل نه دی ،باخبره سرچینې وایو چې د شیخ هیبت الله په فرمان شاوخوا ۱۷۰۰۰ طالبان د نامطلوبو اشخاصو په نامه د امنیتی ارګانونو له چوکاټ ځخه منفک شوي چې ګڼ شمېر یی د ملا یعقوب و خلیفه حقانی په وسلوالو پورې تړلي وه.
لا مالومه نه ده منفک شوي طالبان چی بل هیڅ کسب او کار پرته د ټوپک له چلولو نه لري کومې خواته تللي.
څیړونکي وایي چې دې جنګیالیو یوازی د ټوپک له شپیلۍ د ډوډی د پیدا کولو چل زده وو، دوی له بل هیڅ لارې خیټه نه شی مړولای.
دوی ګمان کوي چې دغه ستر شمیره طالبان ښایې د داعش لیکو ته جذب شي، کوم چې کولای شی په اوس او راتلوونکي کی د طالب اقتدار ته په ستر سرخوږي واوړو.
خبره یوازی د طالب په حلقه کی نه پاتې کیږي، بلکې د اوضاع ته نورو سیاسي څیرو هم پیاز په بډه وهلي، یوه باوری سرچینه د ډاکټر عبدالله عبدالله له قوله وایي چې حالات به ډیر ژره سم شي او په طالب کی به سخت دریځه فریکسیون ( د هیبت الله ډله ) له واک نه څنډې ته شي.
منبع وایي چی ښایي د عبدالله د خبرو په مټ وایي چې په ډېره کمه موده کې به اوضاع سمې خواته لاړه شي او موجوده ستونزې به پای ته ورسیږي، دی وایو چې عبدالله ورته ویلي چې ټول هغه خنډونه به لرې شي چی د همه شمول حکومت په وړاندې پراته دي.
ض. بوميا
Comments are closed.