The news is by your side.

علي وزير له زندانه له خوشې کېدو وروسته؛ بيا به هم خپلې مبارزې ته دوام ورکوم

د پښتون ژغورنې غورځنګ مخکښ غړي او سياسي فعال علي وزير چې پرون سه شنبه مازديګر د کراچۍ له مرکزي زندان خوشې شو يو ځل بيا خپلې مبارزې ته د دوام خبر ورکړ.

علي وزير پرون سلګونه خلکو ته په يوې غونډې کې خبرې وکړې او زيات يې کړه چې د پنجاب رياست تل له پښتنو سره د ظلم او ناروا لار خپله کړې. او په لر او بر افغان وطن کې د خلکو ورک کول، مړه کول او بې کوره کول کوي او تل د دهشت ګردو په نوم پښتانه وژني.

نوموړی وايي PTM ځکه راپورته شو چې د رياست د جنرالانو پر وړاندې ودريږي او لاس یې ونيسي چې نور په دې خاوره ظلم ونه کړي.

علي وزير شاخوا دوه کاله د پنجابي رياست په دې تور په بند کې وو چې ګواکې د پوځ خلاف يې خلکو تا پاروونکې خبرې کړي.

علي وزير په ۲۰۲۰ کال په پېښور کې نيول شوی وو، که څه هم د نوموړي د خلاصون لپاره په پرلپسې توګه ضمانتونه وشول خو د محکمو له لوري رد شول ځکه پر خلاف يې ۱۹ دوسيې پرانيستل شوې وې.

له زندانه د علي وزير خوشې کېدل په لر او بر افغان وطن کې د پښتنو له تود هرکلي سره مخ شو. او مخې ته يې خلک په ډولونو او اتڼونو ورغلي وو.

Comments are closed.