The news is by your side.

ملګري ملتونه: طالبان د امنيت لپاره ښه ستراتيژي نه لري؛ افغانستان کې ترهګرې ډلې فعالې دي

ملګرې ملتونو افغانستان کې د داعش په ګډون د يو شمېر ترهګرو ډلو د فعاليتونو په اړه انديښنه ښودلې.

د ملګرو ملتونو نړيوال سازمان د ملاتړ او ارزونې کميټې دوه ورځې وړاندې په يو راپور کې ويلي چې افغانستان کې اوس مهال داعش، القاعده، تحريک طالبان پاکستان، د ازبکستان اسلامي تحريک، اسلامي جهادي ګروپ، جمعيت انصارالله او يو شمېر نورې سخت دريځي ډلې فعالې دي او همدا ډلې منځنۍ او جنوبي اسيا امنيت ګواښي.

د کمېټې په راپور کې زياته شوې يادې ډلې ځکه په افغانستان کې ازادانه تګ راتګ او فعاليت لري چې د طالبانو حکومت د امنيت پياوړتيا لپاره ښه ستراتيژي نه لري.

په راپور کې په کابل کې په ځينو بهرنيو ادارو او اتباعو وروستيو بريدونو ته اشاره شوې او ويل شوي چې داعش په کابل کې په ډيپلوماټيکو ځايونو ځکه بريدونه کوي چې د ګاونډيو هېوادونو د طالبانو حکومت اړيکې اغېزمنې کړي او امنيتي تدابير ګډوډ کړي.

ملګرې ملتونه وايي اوس مهال افغانستان کې شاوخوا شپږ زره‌ داعش جنګیالي پټ دي چې اصلي هسته يې په ختیځ کې ده.

د طالبانو حکومت بيا افغانستان کې د داعش او نورو ترهګرو ډلو شتون اوازې بولي او ردوي يې.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امير خان متقي د نړيوالو اندېښنو ته په ځواب ويلي چې په افغانستان کې چې يو داعشي هم سر راپورته کوي سر يې وهل کيږي د نړيوالو ادعاوې يې رد کړې او زياتوي چې هسې بې ځايه تورونه دې نه لګوي.

په دې وروستيو کې په پاکستان کې د بريدونو زياتېدو سره د دغه هېواد حکومت په طالبانو تور پورې کوي چې په خاوره کې یې پاکستاني طالبانو ته ځای ورکړی او خپل بريدونه له دې ځايه تنظيمېږي خو په ورته مهال د طالبانو حکومت په کور دننه د داعش ډلې د بريدونو له سر خوږي سره هم مخ دی او وخت ناوخت پرې شپني عمليات کوي‌.

Comments are closed.

koi finance