The news is by your side.

د پخواني ولسمشر ویاند د امریکا په ویسکانسن ایالاتي پوهنتون کې استاد و ګومارل شو

نجیب ازاد چې د ۲۰۲۱ د اګست له سقوط وروسته امریکا ته کډوال شو، په ډېره لنډه موده کې وتوانېد چې د متحده ایالاتونو په یوه دولتي او خورا لوړ پوهنتون کې د استاد په توګه وګمارل شي. 

ښاغلی ازاد د ۲۰۲۲ د جنورۍ په میاشت کې د یوه افغان کډوال په توګه د امریکا په وېسکانسن ایالت کې مېشت شو.

نوموړی د یوه کال په موده کې د امریکا په بل نامتو پوهنتون، وېنونا ایالاتي پوهنتون کې د قراردادي لېکچرار په توګه دنده ترسره کوله چې د ۲۰۲۳ کال د فروري پر ۱۴مه د وېسکانسن په ایالاتي پوهنتون کې د نړۍ والو چارو او شرقي سیاسي فلسفې په برخه کې د رسمي استاد په توګه وګمارل شو.

ښایي دا لومړی ځل وي چې په متحده ایالاتونو کې دې یو کډوال په دومره لنډه موده کې په یوه نامتو دولتي پوهنتون کې د استاد په توګه وګمارل شي.

د یادونې وړ ده چې د وېسکانسن ایالاتي پوهنتون د امرېکې په ۴۰۰۰ پوهنتونونو کې ۳۸ ځای لري.
ښاغلی ازاد د افغانستان په ځوانو سیاستمدارانو، لیکوالانو او حقوق پوهانو په قطار کې خورا لوړ مقام لري.

نوموړي تر دې وړاندې د امرېکا د پروژې د مدیریت له اسټیټیوت څخه درې سوه افغان نجونو ته وړیا انلاین بورسونه اخیستي. ښاغلی ازاد په افغانستان کې د باور غورځنګ مشر هم دی.

Comments are closed.

koi finance