د جرمونو په نړيواله محکمه کې په پخواني ولسمشر د خپل وياند له لوري شوې عريضه رسماً پيل شوه
د جرمونو په نړيواله محکمه کې د نجيب الله ازاد له لوري پر پخواني ولسمشر محمد اشرف غني شوې عريضه رسماً پيل شوه.
د ازاد له خوا د جرمونو په نړيواله محکمه کې پر پخواني ولسمشر، د هغه پر مرستيالانو، هر يو امرالله صالح او سرور دانش، د امنيت شورا پر سلاکار حمدالله محب، د چارو ادارې پر رئيس فضل محمود فضلي، کورنيو چارو وزير عبدالستار ميرزکوال، ملي دفاع او ملي امنيت وزيرانو بسم الله محمدي او ضيا سراج باندې عريضه شوې وه.
خبريال وېب پاڼې ته رسېدلي اسناد ښيي چې د يادې محکمې د څارنوالانو د دفتر له لوري د څېړنو او ارزيابۍ وروسته د روم د منشور او قوانينو له مخې ياده دوسيه ترتيب شوه او د اسنادو او شواهدو پر بنسټ پرې په رسمي ډول کار پيل شو.
د جرمونو نړېوالې محکمې د افغانستان د قضيو په هکله لا نور ډېر اسناد او شواهد ترلاسه کړي چې له مخې يې يادې محکمې د پورته يادو شويو کسانو سره سره په افغانستان کې د ۲۰۰۳ کال راهيسی د نورو درنو جرمونو مرتکبين هم د تورنو نوملړ ته ور ګډ کړي.
ويل کيږي د تورنو کسانو ياد نوملړ ته د عبدالرشيد دوستم، محمد محقق، عطا محمد نور، اسماعيل خان او ځينو نورو مشهورو څيرو نومونه ور اضافه شوي.
نجيب الله ازاد د جرمونو نړيوالې محکمې ته د روم هېواد د منشور د شپږمې، اوومې، اتمې او پنځلسمې مادو پر اساس په عريضه کې ذکر شوي کسان، په ډله ایزو وژنو، فزیکي او رواني شکنجو، په زور له وطنه د خلکو په شړلو او خلک له بې وزلۍ سره په مخ کولو تورن کړي وو.
ښاغلي ازاد همدارنګه د ۲۰۲۱ کال اګسټ ۱۵مې د جمهوريت د سقوط پر مهال په هېواد کې ګډوډۍ ته هم اشاره کړې وه چې ميليونونه افغانان هېواد پرېښودو ته اړ ايستل شول او ادعا يې کړې چې د دغه وضعيت لامل پخوانی ولسمشر اشرف غني، پر ده راټول کسان او طالبان دي.
د روم د اساسنامې د مادو په رڼا کې ښاغلي ازاد له جزايي محکمې غوښتي چې پر يادو کسانو سفري او هر ډول سياسي او د ټولنيز فعاليتونو بنديزونه ولګول شي او ټولې شتمنۍ دې يې کنګل شي.
د يادونې وړ ده چې دا لومړی ځل دی يو افغان په نړيواله کچه پر يو شمېر پخوانيو او اوسنيو چارواکو په جرمونو محکمه کې عريضه کړې او محکمې هم پر عریضې کار کول پيل کړي.
Comments are closed.