طالبان او پاکستاني ځواکونه يو ځل بيا په تورخم کې يو بل ته ګوته په ماشه شوي
د طالبانو حکومت بیګا شپه ناوخته تر امر ثاني د تورخم دروازې د تړل کېدو خبر ورکړ.
نن سهار وختي طالبان او پاکستاني ځواکونه په تورخم دروازه او دوربابا ولسوالۍ کې يو بل سره په جګړه اوښتي وو.
د نننۍ جګړې ځينې وېډيو ګانې په خواله رسنیو کې د خلکو له خوا لاس په لاس شوي.
اسوشيتيد پريس خبري اژانس ته پاکستاني ځواکونو هم د دواړو لوريو ترمنځ جګړه تاييد کړی او ويلي يې دي چې د دوی په کې يو عسکر ټپي شوی چې روغتون ته يې انتقال کړی.
په ورته وخت کې په دوربابا ولسوالۍ کې د طالبانو او پاکستاني ځواکونو ترمنځ د ډزو تبادله کې يو طالب عسکر وژل شوی او بل ټپي دی.
د رسنيو د راپورونو له مخې دوربابا ولسوالۍ کې هغه وخت نښته پيل شوه چې د پاکستاني ځواکونو له لوري پر طالبانو ډزې وشوې خو په تورخم کې بيا پاکستاني چارواکو د نښتی ملامتي پر طالبانو اچولې او وايي چې لومړی پرې دوی ډزې وکړې.
له کوم وخت راهيسی چې طالبان واک ته رسیدلي د افغانستان په بېلابېلو سرحدي ولسواليو کې له پاکستاني ځواکونو سره په نښتو اوښتي دي.
د يادونې وړ ده چې طالبانو ويلي د تورخم لار يې ځکه وتړله چې پاکستان ورسره خپلې کړې ژمنې نه دي پوره کړي خو پاکستاني رسنيو د خپلو چارواکو له قوله ليکلي چې طالبانو ځکه د تورخم دروازه وتړله چې پرون د دوی ځواکونو هغې افغانې ناروغې ته په تورخم د اوښتو اجازه ور نه کړه چې قانوني اسناد يې نه لرل.
اوس د تورخم لار بنده ده او دواړو لوريو ته د توکو بار لسګونه سوداګريزې لارۍ ولاړې دي.
Comments are closed.