The news is by your side.

پاکستاني پولیسو د عمران خان د نیولو هڅې پیل کړي

خبریال وېبپاڼه: په محکمه کې د پاکستان د پخواني لومړي وزیر عمران خان له پرله پسې غیر حاضرۍ وروسته؛ په اسلام اباد کې پولیسو د هغه د نیولو هڅې پیل کړې دي.
پاکستانۍ ورځپاڼې ډان راپور ورکړی چې د عمران خان د نیولو لپاره د پاکستاني پولیسو له اقدام وروسته د تحریک انصاف ګوند مشر فواد چوهدري د خپل ګوند له ټولو کارکونکو غوښتي چې د خان کور ته ځانونه ورسوي.
چوهدري ویلي، د عمران خان د نيولو هر ډول هڅه به حالات خراب کړي.
هغه د پاکستان اوسنی یو وارداتي او د پاکستان دوښمن حکومت وباله او له واکمن ګوند څخه یې وغوښتل چې له عقلانیت کار واخلي.
خپرې شوي ویډیوګانې ښيي چې د اسلام اباد او پنجاب پولیس د عمران خان د استوګنې په شاوخوا کې د تحریک انصاف کارمندان نیسي.
د یادونې وړ ده چې د عمران خان او د پاکستان د واکمن ګوند له لوري له ډېره وخته سیاسي کشمکشونه روان دي.
خان ترې وړاندې هم ویلي چې د پاکستان اوسنی حکومت غلام او پر دوی تپل شوی دی.

Comments are closed.