The news is by your side.

د ښځو نړيواله ورځ او افغانستان کې د ښځو حقونه/هڅاند

د ښځو نړیواله ورځ چې د زېږديز کال د مارچ د میاشتې له اتمې نېټې سره سمون لري، په ټوله نړۍ کې په دې ورځ لمانځل کېږي.

مګر د اوس څخه « ۱۱۴» کاله مخکې په لومړي ځل په «۱۹۰۹» کال کې په امریکا کې و لمانځل شوه.
خو بدبختانه زموږ هېواد کې نجونې او ښځې د زده کړو او کار کولو حق نه لري، خو پرته له دې په افغاني ټولنه کې ډېر کم سلنه خلک په خپله خوښه واده کوي زیات شمېر یې په خپله خوښه چې اسلام هم ورته حق ورکړی، خو له دوی څخه دا حق هم اخیستل شوی دی.

د هېواد په یو شمېر سیمو کې کومې ښځې چې لور وزیږوي وهل کېږي، ټکول کېږي ان تر دې چې وژل کېږي.

ښځې ناقص العقل نه بلکې هغه د الله «ج« له لوري نړۍته د عزت، ښکلا، حیا او هوښیار پیدا شوی مخلوق دی. ښځو لپاره همدا هم بس ده چې د انسانیت په تاریخ کې يې هیڅکله د خدایی دعوه نه ده کړې.

نجونو او ښځو ته دې بې حیایۍ په سترګه مه ګورئ، بلکې دوی ته دې نړۍ د فرښتو په نظر وګورئ، ځکه د هغوی پرته نړۍ نیم ګړې او بدرنګه ده، ځکه الله «ج» زموږ د ټولو انسانانو نیکه آدم «ع» ته بی بی هوا پیدا کړې ده.

ښځې د رسول اکرم «ص» نیمایي نفوس دی، هغوی د ځمکې په سره دې نړۍ د رحم دلۍ او زموږ ټولو روزونکي دي.

مېرمنو ته په درنه سترګه کتل کمزوري نه بلکې د خدای «ج» امر منل او انسانیت ته په درنه سترګه لیدل دي، راځئ، ټول په ګډه د خدای «ج» امر ومنو او خپل انسانیت ثابت کړو، او د خپل کور څخه نیولې د ځمکې په سر ټولو نجونو او ښځو ته ټول انساني، اسلامي او افغاني حقوق ورکړو؛ او دا کار د خپل ځان لپاره د شرم نه بلکې ویاړ وګنو.

د ښځو د نړیوالې ورځې له مخې د ا.ا.ا په رهبرۍ هم غږ کوم چې د نجونو او ښځو پرمخ د ښونځیو، پوهنتونونو تر څنګ د کار کولو دروازې خلاصې کړي؛ مه پرېږدئ چې هېوادوال مو د علم له ړنا څخه بې برخې پاتې شي.ځ

ځکه حکومتونه تل دې بدلون په حال کې وي، مګر ښې او بدې کړنې به په تاریخ کې نورو نسلونو ته پاتې کېږي.

ښځې کولی شي د کور، ولس، هېواد او نړۍ په آبادۍ کې پوره ونډه واخلي، راځئ په هغوی باور وکړو، په هره برخه کې دوی ته ونډه ورکړو؛ تر څو کور، ولس ، هېواد او نړۍ په ګډه آباده او ښکلې کړو؛ د یوه داسې هېواد په هیله چې انسانیت په کې حاکم او ټول ملت خپلواکه او خوشحاله وي.

تر څو هیڅوک د هېواد څخه کډوال نه شي، او هیڅوک له زده کړو، کار، پرمختک او آزادۍ څخه بې برخې پاتې نه شي.

لیکوال : محمد مبين هڅاند

Comments are closed.