The news is by your side.

لویدیځ هېوادونه: افغانستان کې ترهګري وده کړې

خبریال وېبپاڼه: یو شمېر لویدیځو هېوادونو په ګډه اعلامیه کې په افغانستان کې د ترهګري په اړه اندېښنه ښوودلې.
یاده اعلامیه چې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت څخه خپره شوې، په کې راغلي چې په افغانستا ن کې د داعش خراسان، القاعده او تحریک تالبان پاکستان په ګډون یو شمېر نورې ډلې هم پراخ فعالیتونه کوي.
یادو هیوادونو څرګنده کړې چې ددغو ډلو فعالیت د افغانستان په ګډون د سیمې او تر هغه هاخوا منطقې پر امنیت او ثبات ژور تاثیر کوي، په اعلامیه کې له تالبانو غوښتل شوي چې یادو ډلو ته د خوندي پټنځایونو د نه ورکولو په اړه خپلې ژمنې عملي کړي.
اعلامیه کې راغلي چې په افغانستان کې سوله او ثبات ملي خبرو اترو ته اړتیا لري.
د یادونې وړ ده چې د فبروري په شلمه نېټه په پاریس کې د متحدو ایالتونو، استرالیا، کاناډا، اروپايي ټولنې، فرانسې، جرمني، ایټالیا، ناروې، سویس، بریټانیا او د ملګرو ملتونو استازو په یوه ګډه ناسته کې د افغانستان په اړه خبرې کړې وې.
یادو هېوادونو د افغانستان په اقتصادي وضعیت هم اندېښنه څرګنده کړې او ویلي یې دي چې اوس مهال په افغانستان کې ۲۸ میلیونه خلک له لوږې سره مخ دي چې له نیمايي زیات یې ماشومان دي.

Comments are closed.