The news is by your side.

یوناما: افغانستان د ښځو لپاره تر ټولو ځپونکی هېواد دی

خبریال وېبپاڼه: په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه پلاوی (یوناما) مشره (روزا اوتونبایوا) وایي، دا هېواد اوسمهال، په نړۍ کې، د ښځو پر وړاندې تر ټولو ځپونکی ځای دی.

د یوناما مشرې دغه څرګندونې، د مارچ د اتمې د ښځو سره د پیوستون د نړیوالې ورځې په مناسبت، نن د دغه سازمان په ویب پاڼه خپور شوي پیغام کې کړې دي.

مېرمن اوتونبایوا وویل:«د تالبانو تر کنټرول لاندې افغانستان، د تالبانو د یو په بل پسې، قصدي او سیستماتیکو هڅو شاهد دی چې افغان ښځې او نجونې له عامه ډګر څخه وباسي.»

د یوناما مشرې د نړۍ په یو تر ټولو ستر بشري او اقتصادي بحران کې د افغانستان د نیمايي نفوس په خپلو کورونو کې بند پاتې کېدل، ملي ځورونه بللې او ویلي یې دي چې دغه پرېکړه به د بې وزلۍ او انحصار د زیاتوالي لامل شي چې افغانان به بهرنیو مرستو ته اړ پاتي شي.

د اوتونبایوا په وینا، له زده کړې د ښځو محرومیت د ځان‌وژنې او د ماشومانو د ودولو په شمول بې شمیره فزیکي او رواني پایلې لرلای شي.

په دغه پیغام کې د افغان ښځو لپاره د ملګرو ملتونو د ځانګړي استازي (ډایویډن) له قوله ویل شوي چې افغان ښځو د طالبانو د پرلپسې او سیستماتیک محرومولو پر وړاندې حیرانونکې زړورتیا او مقاومت ښودلی دی.

یوناما له تالبانو غوښتي چې د افغان ښځو پر حقونو محدودیتونه لرې کړي.

Comments are closed.