The news is by your side.

د غور مېرمنې تالبانو ته:د زده کړو مخنیوی جرم دی، د جرم پر وړاندې چوپتیا سپکاوی دی

خبریال وېبپاڼه: په غور کې سیمه ییزې سرچینو ویلي، چې ددغه ولایت یو شمېر ښځو او نجونو د یوې اعتراضیه غونډې په جوړولو سره، د تالبانو لخوا د ښځو پر زده کړو روان بندیز، یو جنایت وباله.

یادو سرچینو خبریال وېبپاڼې ته ویلي، چې نن د ښځو د نړیوالې ورځې په مناسبت، غور کې د تالبانو والي دفتر مخې ته، ښځو او نجونو یوه اعتراضیه غونډه جوړه کړې وه.

سرچينې خبریال وېبپاڼې ته زیاته کړې، چې لاريونوالو ښځو شعارونه ورکول چې د تعليم منع‌ کول جرم دى؛ د جرم پر وړاندې چوپتيا ذلت دى او (تعليم، کار، ټولنيز عدالت)، زموږ حق دى. تبعیض ته نه وایو، ژوندۍ دې وي برابري!.

د تالبانو لخوا د لګول شويو محدوديتونو له امله د رسنيو لخوا دغه لاریون ته پوښښ نه دى ورکړل شوى.

په ورته وخت کې، د هرات ځايي سرچینو، د دغه ولایت په مرکز کې، د سختو امنیتي تدابیرو خبر ورکړی دی.

د سرچينو په وینا، دغه امنيتي تدبیرونه د ښځو لخوا د مارچ اتمې احتجاجونو مخنيوي لپاره، نيول شوي دي.

دا په داسې حال کې ده چې نن د افغانستان یو شمېر ښارونه، د ښځو د لاریونونو شاهدان ول.

د یادونې وړ ده چې نور کلونه د ښځو نړیواله ورځ په ښه ډول لمانځل کېده او په دغه ورځ د ښځینه وو د ژوند د بهبود لپاره په ډېرو پلانونو کار کېده؛ خو سږ کال ددتالبانو لخوا دغه ورځ ونه لمانځل شوه او نه ښځینه وو ته اجازه ورکړل شوه، چې خپل غږ پورته کړي.

Comments are closed.