په لسگونو زره پاکستاني ښځو د جنسي ځورونې پر ضد لاریون وکړ

خبریال وېبپاڼه: د پاکستان په لسگونو زرو ښځو د ښځو د نړيوالې ورځې په مناسبت د دغه هېواد په لويو ښارونو کې مظاهرې وکړې.

الجزیره راپور ورکړی چې سږ کال اتم د مارچ دغه لاریون په اسلام آباد، لاهور، ملتان، پنجاب، حیدر آباد او جنوبي سند ښارونو کې په یو وخت ترسره شو.

د پاکستان په بیلا بیلو ښارونو کې د ښځو د لاریونونو تنظیم کونکو د پدرسۍ تاوتریخوالی د پای ته رسولو، د اقلیمي مسلو په اړه پریکړه کولو کې د ښځو د زیاتوالي، اقتصادي فرصتونو ته د ښځو د خوندي لاسرسي د برابرولو او داسې نورو غوښتنه وکړه.

دغه لاریون چې له ۲۰۱۸ کال راهیسې په لاره اچول شوی، د خپلو پارونکو شعارونو او بینرونو له امله د ځینو خلکو له مخالفت سره مخ دی، چې موخه یې د نر پالنې ننګول او د طلاق او جنسي ځورونې په څېر مسلو په ګوته کول دي.

د یادونې وړ ده چې د بشري حقونو د څار نړیوال سازمان په خپل ۲۰۲۲ کال راپور کې ویلي وو، چې په ټول پاکستان کې د ښځو او نجونو پر وړاندې تاوتریخوالی چې په کې جنسي تېری، وژنې، تیزابي حملې، کورنی تاوتریخوالی او جبري ودونه شامل دي.

د دغه راپور له مخې په دغه هېواد کې هر کال لږ تر لږه زر ښځې وژل کېږي.

ښايي دا مو هم خوښ شي

This website uses cookies to improve your experience. We'll assume you're ok with this, but you can opt-out if you wish. Accept Read More