The news is by your side.

د پي ټي ایم غړي؛ د افغان نجونو په ملاتړ د برېټانیا د لومړي وزیر د کور مخې ته لاریون کوي

خبریال وېبپاڼه: په پام کې ده چې راتلونکې یکشنبه په برېټانیا کې د پښتون ژغورنې غورځنګ له طالبانو څخه د افغان نجونو د زده کړو د حقونو غوښتلو په اړه لاریون وکړي.
خبریال ویبپاڼې ته د رسېدلو معلوماتو له مخې، لاریون کوونکي به د برېټانیا د لومړي وزیر ریشي سوناک د کور مخې ته راغونډيږي او خپلې غوښتنې به مخامخ له هغه سره شریکوي.
دې لاریون ته به د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین، افغانه سیاستواله شکریه بارکزۍ او ګڼې نورې مشهورې څېرې وینا وکړي.
په برېټانیا کې د دې لاریون یو تنظیموونکي خبریال ویبپاڼې ته ویلي چې دا لاریون به په لر او بر افغان وطن کې د پاکستاني پوځ او استخباراتو له لوري له افغان ضد پالیسیو پرده اوچتوي او د پاکستان د پوځ له لوري د افغان وژنې په اړه به بریتانوي حکومت ته خپلې اندېښنې وړاندې کوي.
سرچینې خبریال ویبپاڼې ته زیاته کړې چې دې لاریون ته د پښتون ژغورنې ملاتړي انګرېزان هم وربلل شوي.
دا په داسې حال کې ده چې څه موده وړاندې هم د پي ټي ایم غړو په بهر کې د افغان نجونو د زده کړو د حقونو لپاره لاریون کړی وو.
د یادونې وړ ده چې نوي تعلیمي کال ته کمې ورځې پاتي، خو لاهم طالبان نیت نه لري چې د نجونو پرمخ ښوونځي او پوهنتونونه پرانیزي.

Comments are closed.