بهر کې د افغان نجونو پر ملاتړ لاریونونه او پر تالبانو یې اغېز
خبریال وېبپاڼه: په پام کې ده چې راتلونکې یکشنبه په برېټانیا کې د پښتون ژغورنې غورځنګ له طالبانو څخه د افغان نجونو د زده کړو د حقونو غوښتلو په اړه لاریون وکړي.
خبریال ویبپاڼې ته د رسېدلو معلوماتو له مخې، لاریون کوونکي به د برېټانیا د لومړي وزیر ریشي سوناک د کور مخې ته راغونډيږي او خپلې غوښتنې به مخامخ له هغه سره شریکوي.
دې لاریون ته به د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین، افغانه سیاستواله شکریه بارکزۍ او ګڼې نورې مشهورې څېرې وینا وکړي.
په برېټانیا کې د دې لاریون یو تنظیموونکي خبریال ویبپاڼې ته ویلي چې دا لاریون به په لر او بر افغان وطن کې د پاکستاني پوځ او استخباراتو له لوري له افغان ضد پالیسیو پرده اوچتوي او د پاکستان د پوځ له لوري د افغان وژنې په اړه به بریتانوي حکومت ته خپلې اندېښنې وړاندې کوي.
سرچینې خبریال ویبپاڼې ته زیاته کړې چې دې لاریون ته د پښتون ژغورنې ملاتړي انګرېزان هم وربلل شوي.
دا په داسې حال کې ده چې څه موده وړاندې هم د پي ټي ایم غړو په بهر کې د افغان نجونو د زده کړو د حقونو لپاره لاریون کړی وو.
سره له دې چې په کور دننه هم یو شمېر افغانانو د نجونو د زده کړو لپاره لاریونونه کړي، خو اغېز یې ډېر زیات نه لیدل کېږي.
باور دا دی چې په د افغان نجونو او مېرمنو د حقونو لپاره په بهر کې لاریونونه کولای شي، چې پر طالبانو اقتصادي او سیاسي فشارونه راوړي او بلاخره دا ډله دې ته اړ کړي چې نجونو ته د زده کړو او مېرمنو ته د کار حقونه ورکړي.
که د پي ټي ایم د غړو په څېر په بهر کې ټول افغانان د اړوندو هېوادونو د چارواکو د کورنو مخې ته لاریونونه وکړي او د خپلو افغان خویندو حق ورڅخه وغواړي، نو تمې شته چې نړۍ په دې برخه کې له شعاره عمل ته را ودانګي او پر طالبانو سخت بندیزونه ولګوي.
اوس مهال که له یوې خوا د افغان لوڼو بشري حقونه تر پښو لاندې شوي، له بل لوري له طالبانو سره د نړۍ مرستې دوام لري چې دا تر ټولو بوږنونکې مسله ده.
که دا ډول لاریونونه دوام پیدا کړي، نو طالبان به له نړیوال فشار سره مخ او بلاخره به دې ته غاړه کېږدي چې د نجونو د زده کړو حقونه ورکړي.
Comments are closed.