The news is by your side.

طالبان د بلخ پر پخواني والي ابو حمزه د بلخ د والي ملا مزمل د وژنې شک لري

څو ورځې وړاندې د طالبانو کليدي غړی او بلخ والي داوود مزمل په ولايت مقام کې د يوې چاودنې په ترڅ کې ووژل شو.

تازه طالبان د داوود مزمل د وژنې شک د بلخ پر پخواني او د زابل پر اوسني والي ابو حمزه کوي چې ګواکې د زابل والي ابو حمزه د داوود مزمل په وژنه کې لاس لري.

افغان خبريال او سياسي شننونکی ميرويس افغان د طالبانو د شک په اړه وايي: د طالبانو د بلخ پخوانی والي ابو حمزه په فساد د تورېدو نه وروسته له دندې ګوښه شو او پر ځای يې ملا داوود مزمل د بلخ والي وټاکل شو.

ښاغلی افغان زياتوي: “ابو حمزه د خپل ولايت پر مهال د خپلې کورنۍ لسګونه کسان پر دندو ګمارلي وو خو کله چې ملا مزمل د بلخ والي وټاکل شو د ابو حمزه د کورنۍ غړي يې له دندو لېرې کړل او خپل کسان يې وګومارل، اوس د ملا مزمل له وژل کېدو وروسته ابو حمزه يو ځل بيا هڅه شروع کړې چې بلخ ته د والي په توګه ورشي نو ځکه په لويه کچه طالبان دا شک لري چې ګواکې ابو حمزه د ملا مزمل په وژلو کې لاس لري.”

ميرويس افغان وايي د طالبانو استخباراتي ادارې حيرانی دي چې دې ځای ته څوک په دومره اسانۍ چاودېدونکي توکي نه شي انتقالولی څو يې له نقشې سره بلد نه وي نو ځکه طالبان د بلخ پر پخواني او د زابل پر اوسني والي ابو حمزه د ملا مزمل د وژنې شک لري.

د يادونې وړ ده چې بلخ ولايت يو له هغو عايداتي ولايتونو دی چې د طالبانو مشر ملا هبت الله ته ډېر مهم دی او هڅه کوي چې يادو ولايتونو ته خپل نزدې کسان د واليانو په توګه وليږي.

د طالبانو د بلخ پر پخواني والي ابو حمزه د فساد پراخ تورونه وو ځکه د ملا هبت الله له لوري لېرې شو او ملا داوود مزمل يې د والي په توګه وټاکه.

دا مهال ابو حمزه د زابل والي دی او هڅه کوي چې يو ځل بيا بلخ ته د والي په توګه ورشي.

د يادولو ده چې په دې وروستيو کې د طالبانو ترمنځ خپل منځي اختلافات اوج ته رسېدلي. او ډېری کليدي غړي يې په خپلو منځونو کې له يو بل سره جوړ نه دي.

Comments are closed.