د پاکستان لومړی وزیر: عمران خان نه غواړي چې خلک له اقتصادي فشار څخه راووځي

خبریال وېبپاڼه: د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف پر عمران خان تور ولګاوه چې د پیسو د نړیوال صندوق د پروګرام په بیا احیا کې خنډونه جوړوي.

پاکستان ټوډی ورځپاڼې د شهباز شریف له قوله راپور ورکړ چې د تحریک انصاف مشر عمران خان نه غواړي چې د دغه هېواد خلک له افراطیت او اقتصادي فشار څخه ووځي.

د شریف په وینا، په سړکونو کې ګډوډي رامنځته کول د عمران خان د اجنډا یوه برخه ده، چې موخه یې په هېواد کې د بې ثباتۍ اور بلول دي.

شهباز شریف ویلي، عمران خان نه غواړي چې غریب خلک له افراطیت او اقتصادي فشار څخه راوباسي او زیاته یې کړه چې له محکمو څخه د پخواني لومړي وزیر تېښته د «بزدلي» ښکاره نښه ده.

باید وویل شي، چې پاکستان دا مهال له یو لړ اقتصادي ستونزو سره لاس او ګریوان دی او د دې هیواد د بهرنیو اسعارو زیرمې کمې شوي چې د اسلام آباد وړتیا په اړه پوښتنې راپورته کوي چې د خپلو بهرنیو پورونو مسؤلیتونه پوره کړي.

د ویلو ده، چې اوس وخت کې په پاکستان کې ډیر خطرناک حالات دي او د هیواد په اقتصادي لید کې د بنسټیزو بدلونونو نښې نه لیدل کیږي.

د یادونې ده، چې ستونزه یوازې بهرني پورونه نه دي، بلکې د کورنیو پورونو مسله هم ده، چې دغه هېواد یې له سختو ستونزو سره مخ کړی دی.

هېره دې نه وي، چې ځینې ​​بهرني عوامل لکه مظاهرې، د تیلو او توکو د بیو لوړوالی هم د پاکستان د ستونزو په لا زیاتیدو مستقیم اغیز لري.

ښايي دا مو هم خوښ شي

This website uses cookies to improve your experience. We'll assume you're ok with this, but you can opt-out if you wish. Accept Read More