The news is by your side.

افغان نجونې د خپلو حقونو د ملاتړ لپاره د بریټانیا پي ټي اېم د احتجاجونو لړۍ ستاينه کوي

په برېټانيا کې د پښتون ژغورنې غورځنګ يو ځل بيا د افغان ښځو په ملاتړ د يو لوی لاريون تابيا کړې ده.

برېټانيا کې د پښتون ژغورنې غورځنګ غړي وايي دوی به راتلونکي يکشنبه (مارچ ۱۹مه) د افغان نجونو د زده کړو او افغان ښځو د کار په ملاتړ يو لوی سوله ايز لاريون وکړي.

په وطن کې په کورونو بنديوانې نجونې د بریټانیا پي ټي اېم د احتجاجونو له دې لړۍ مننه او ستاينه کوي او وايي هيله لري چې نړيوال د پي ټي اېم او هغو افغانانو غږ واوري چې د دوی د حقونو د ملاتړ لپاره يې اوچتوي.

نجونې تمه لري چې د بهر مېشتو هېواد والو سوله ايز احتجاجونه او د نړيوالو فشارونه به طالبان اړ کړي چې د دوی پر زده کړو او کار لګېدلي بندیزونه لېرې کړي.

د پښتون ژغورنې غورځنګ غړو او فعالانو راتلونکی لوی لاريون به د بریټانیا د لومړي وزير ريشي سوناک د کور په مخ کې ترسره شي او خپلې غوښتنې به لومړي وزير ته وسپاري.

د بریټانیا پي ټي اېم غړو خبريال وېب پاڼې ته د لاريون په تړاو داسې ويلي وو: «دا لاريون به په لر او بر افغان وطن کې د پاکستاني پوځ او استخباراتو د افغان ضد پاليسيو پرده پورته کړي او دوی به د پاکستاني پوځ د افغان وژنې تګلارې او په لر او بر کې د دوی د جنګي جنايتونو پر خلاف د بریټانیا حکومت ته خپلې اندېښنې ووايي.»

د يادولو ده چې دغه لوی او پراخ لاريون نه د پښتون ژغورنې غورځنګ برېټانوي ملاتړي هم رابلل شوي دي.

لاريون ته د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتين، شکريه بارکزۍ او د لر او بر افغان وطن ګڼې مشهورې څېرې ويناوې وکړي.

د پښتون ژغورنې غورځنګ برېټانيا مېشتو فعالانو او ملاتړو له ټولو بهر مېشتو افغانانو او پښتنو غوښتي چې د افغان نجونو په ملاتړ ياد لوی لاريون ته د خپلو، لوڼو، خويندو او مېرمنو سره راشي او په يو غږ د افغان نجونو لپاره د زده کړو او د کار حق اخيستلو ملاتړ وکړي.

د يادونې وړ ده چې په وروستيو کې د برېټانيا پښتون ژغورنې غورځنګ غړو د بریټانیا مېشتو افغانانو او پښتنو په ګډون د بریټانیا په لويو ښارونو کې د افغان نجونو او ښځو په ملاتړ پراخ سوله ايزو احتجاجونه وکړل.

Comments are closed.