اروپايي هېوادونو د خپلو وسلو واردات ۴۷ سلنه زیات کړي دي

خبریال وېبپاڼه: د تېرو پنځو کلونو په پرتله اروپايي هېوادونو د اصلي وسلو واردات ۴۷ سلنه ډېر کړي دي.

رویټرز د خپلو خبري سرچینو په حواله راپور ورکړ چې امریکا هم د وسلو په صادراتو کې خپله ونډه له ۳۳ سلنې څخه ۴۰ سلنې ته لوړه کړې ده.

د ستاکهولم د سولې د نړیوال تحقیقاتي انسټیټیوټ لوړپوړي څیړونکي پیټر ډي ویسمن په یوه بیان کې ویلي چې په نړیواله کچه د وسلو د لیږد کمیدو سره سره اروپا ته د وسلو لیږد په ډراماتیک ډول د روسیې او نورو اروپايي هیوادونو ترمنځ د کړکیچ له امله زیات شوی دی.

د رویټرز په راپور کې هغه اروپايي هېوادونه چې له امریکا څخه یې د وسلو واردول زیات کړي, نه دي په ګوته شوي.

ویل کېږي چې پر اوکراین د روسیې برید اروپايي هېوادونه اړ کړي چې له پوځي پلوه ځانونه پیاوړي کړي.

امریکا او روسیه په تیرو دریو کلونو کې په نړۍ کې د وسلو ستر صادرونکي هیوادونه دي.

ښايي دا مو هم خوښ شي

This website uses cookies to improve your experience. We'll assume you're ok with this, but you can opt-out if you wish. Accept Read More