The news is by your side.

وړانګه لونۍ د پنجاب والي ته؛ زموږ قاتل معلوم دی

خبریال وېب پاڼه/د پښتون ژغورنې غورځنګ مخکښې او د مشرتابه بورډ غړې وړانګې لوڼۍ د پنجاب والي ته په خپل ټویټر غبرګون ښودلی.

وړانګې لوڼۍ د پنجاب د والي د هغه ټویټ سکرین شاټ خپور کړی چې د عارف وزیر د شهادت تور یې د افغانستان په ملي امنیت پورې کړی ؤ، او ورسره لیکلي یې دي چې موږ ته خپل قاتل معلوم دی او زموږ د هر کاڼي پور په ریاست دی.

تېر کال د ریاست لخوا د وړانګې لوڼۍ ورور هم په شهادت رسېدلی ؤ او په لر او بر کې یې د پښتنو سخت غبرګون را پارولی ؤ. شهید آرمان لوڼي به تل د لوی افغانستان ناره پورته کوله او په ډېری غونډو کې به یې د وینا پر مهال د لوی افغانستان خبرې کولې. وړانګه بي بي هم د خپل ورور دریځ مخته وړي.

نوموړي د پنجاب والي ته په ټویټ کې لیکلي دي:

((زما د وطن د هر کاڼي پور پر دغه ریاست دی. دلته به ځوانان خپل سرونه شیندي، نو انقلاب ته به د دې ځپل شوي ولس لارې هواروي))

په ورته وخت کې منظور پشتین هم ریاست ته ګوت څنډنه کړې ده او زیاتوي چې پښتون به تل د خپلو حقونو لپاره د عدم تشدد په سنګر کې وي.

منظور پشتین وویل چې د پاکستان ریاست د پښتنو قاتل جوړېدی شي خو فاتح به هېڅکله نه شي. نوموړی زیاتوي چې پښتانه نور د پنجاب په مکارۍ پوه شوي دي او پرې به نه ږدي چې د دوی په برخلیک لوبې وکړي.

له لر او بر سربېره د نړۍ په ګوټ ګوټ کې د پښتنو او نړیوالو دغه حماسوي مشر وویل چې موږ په هېڅ صورت له خپلې برحقې مبارزې څخه پر شا کېدونکي نه یو او د پښتونخوا خاوره به له افراطیت او تشدد سالارۍ نه پاکوو. نوموړي ټینګار وکړ چې پښتونخوا د پښتنو وه او د تل لپاره به د پښتنو پاتې شي او هېڅوک دې ورباندې د راج چلولو تمثیل نه کوي.

په دېره اسماعیل خان کې تېره شپه د عارف وزیر افغان جنازې ته سلګونه کسان را ټول شوي وو او تمه ده نن د وزیریستان په واڼه کې هم د وزیر جازې ته زرګونه پښتانه را ټول شي.

د عارف وزیر ورور سراج وزیر وایي چې په نوموړي باندې برید هغه مهال وشو چې کله دی په وانه کې له یوې ّټۍ حخه د کور په خوا په خپل موټر کې را روان شو. نوموړی زیاتوي چې بریدګر د تورو ښیښو موټرو کې وو او په عارف وزیر یې ناببره برید وکړ.

وړانګې لونۍ د پنجابي والي په غبرګون کې همداراز ویلي دي چې موږ ته خپل قاتل معلوم دی او خپله لاره هم را ته معلومه ده. نوموړې زیاتوي چې خپل صفونه مظبوط کوو او خپله لیکنه په دې بیت را نغاړي:

څو لویې جرګې په پېښــور کوو

بیا به سم ګوزار په ستمګر کوو

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.