The news is by your side.

عارف وزیر د پاکستان د ټولو ظلمونو پر وړاندې فولادي شخصیت و

خبریال وېب پاڼه/ شهید سرادار محمد عارف وزیر د انسانیت، پښتنو او مسلمانانو دوښمنانو له لوري په غلچکي او ډېر بې رحمه ډول ووژل شو.

د افغانستان د ترقۍ ملي ګوند دارالانشأ د شهید سرادار محمد عارف وزیر د شهادت په پار د ډاډګیرنې په پیغام کې، د شهید د شهادت پړه د پاکستان پر بشر ضد ظالم ریاست واچوله.

یاد ګوند شهید عارف وزیر د پاکستان د ټولو ظلمونو پر وړاندې او د سیاسي مبارزې په لیکو کې یو فولادي شخصیت یاد کړ.

دغه ګوند د ډاډګیرنې په اعلامیه کې زیاتوي، چې عارف وزیر د لنډ خو پتمن ژوند په اوږدو کې په سیمه کې د پښتنو د استعمار، د پنجابي نیواک د تېریو، د پوځ او ای اېس ای د تؤطیو پر وړاندې زړوره هڅه او مبارزه کوله.

شهید عارف وزیر، پښتنو ته په خپلو ذرایعو او وسایلو د واک لرلو، په خپله جغرافیه کې د انساني او مدني ژوند کولو، د نورو قومونو په څېر د ښاروندۍ حقوقو څخه د برخمن کېدلو او د خپل اصیل فرهنګ څخه د ګټې پورته کولو، د حق د ورکړې لپاره مبارزه کوله.

د ملي ترقۍ د دارالانشأ ګوند وړاندې زیاتوي، چې عارف وزیر د شهید ارمان لوڼي په لاره د تګ تعهد په کابل کې پر هغو ویناوو تازه کړه چې:

هغوی چې د طالب په جامه لرو، لر او بر افغانان وژني، افغانستان او پښتونخوا ورانوي او پاکستان د پوځ او ای اېس ای د کرایي ملېشو په رول کې لوبیږي.

د شهید سختو نیوکو، فعال ولسي کار، په خلکو کې د پرلپسې زیاتېدونکي اغېز، د پنجاب کرایي ملېشې او ترهګرې مذهبي کړۍ په غوسه کړې او په ډېره بې رحمۍ یې د پي ټي اېم اتل عارف وزیر په شهادت ورساوه.

شهید عارف وزیر د افغانانو ستر دوست و، افغانستان یې خپل پلرنی انګړ باله او د افغانستان د سوکالۍ او ابادۍ سره یې مینه درلوده، تل به یې ویل چې د افغانستان د سوځېدو او پښتونخوا د ورانېدو عامل د پنجاب استعمار، د پاکستان پوځ او استخبارات دي.

د افغانستان د ترقۍ ملي ګوند دارالانشأ، د افغانستان پر ټول دیموکراتیکو سیاسي مدني ټولنو، د بشر حقونو پر سازمانونو او ملګرو ملتونو غږ کوي، چې له ټولو لارو د پاکستان پر ترهګر ریاست فشار راوړي، څو د شهید عارف وزیر قاتلین پیدا او د نړیوال عدالت منګولو ته یې وسپاري او د پاکستان حکومت اړ کړي، چې د شهید عارف وزیر د کورنۍ او د پي ټي اېم د ټولو غړو امنیت خوندي کړي، نړیوالو اصولو ته ژمن پاتې شي او د پي ټي اېم عدالت غوښتونکي خوځښت فعالیتونو ته درناوی وکړي.

دا په داسې حال کې ده، چې وړمه ورځ د وزیرستان په واڼه سیمه کې د پښتون ژغورنې غورځنګ پر فعال غړي، سرادار محمد عارف وزیر، د پاکستاني ملېشو له لوري برید وشو، چې پرون د سر د سختو ټپونو له امله په شهادت ورسېد.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.