The news is by your side.

طالبانو د مسافرو شکنجه غندلې خو خپله یې ۱۷ کسان وژلي

خبریال وېب پاڼه/وسلوالو طالبانو د ایران د پوله ساتو لخوا د افغان مسافرو وژنه غندلې خو تېره اونۍ یې په ټول هېواد کې لسګونه ملکیانو ته مرګ ژوبله اړولې ده.

طالب اورپکو د ایران د سرحدي پولیسو لخوا د افغان مسافرو شکنجه او بیا په سیند کې د هغوی لاهو کول غندلي دي او دا یې ظلم او وحشت بللی دی. په داسې حال کې چې دوی خپله د روژې په لومړۍ اونۍ کې ۱۷ ملیکان وژلي او ۴۹ نور یې ټپیان کړي دي.

دغې وسلوالې ډلې په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې ویلي چې ایراني پولیسو ۵۷ افغان مسافر چې ایران ته اوښتل، لومړی شکنجه کړي او بیا یې سیند ته ګوزار کړي چې له ډلې یې ۲۷ کسان وژل شوي او یو شمېر نور ټپیان دي. دوی پر ایراني لوري غږ کړی چې یاده شوې موضوع په هر اړخیزه توګه وڅېړي او عاملینو ته یې سخته سزا ورکړي.

په ورته وخت کې د بهرینو چارو وزارت هم په یوه بیانیه کې ویلي چې د افغان مسافرو د وژنې قضیه څېړي. ویل کېږي ښاغلي اتمر د بهرنیو چارو وزارت د معین په مشرۍ یو پلاوي ته دنده سپارلې چې دغه موضوع باندې هر اړخیزې پلتنې وکړي.

بل پلو د امنیت شورا په یوه بیان کې ویلي چې د روژې په لومړنۍ اونۍ کې د طالب اورپکو لخوا په ۱۷ ترسره شویو بریدونو کې ۱۷ ملیکانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده او شاوخوا ۵۰ نور یې ټپیان کړي دي.

دغه وسلواله ډله هر کال د روژې مبارکې میاشتې په را رسېدو سره خپلو بریدونو ته زور ورکوي او سلګونه افغانانو ته مرګ ژوبله اړوي.

دا په داسې حال کې ده چې شاوخوا دوې میاشتې وړاندې د امریکا او طالبانو تر منځ د سولې لومړی تړون لاسلیک شو چې له دې سره د دواړو لورو تر منځ تاوتریخوالی صفر ته ورسېد او تمه وه چې له افغان حکومت سره هم د دغې وسلوالې ډلې په تاوتریخوالي کې کمی راشي، خو د تمې خلاف یې د عامه تاسیساتو له ورانولو سربېره د افغان ځواکونو پر وړاندې خپلو خونړیو بریدونو ته دوام ورکړ.

په افغانستان کې د ناټو ځواکونو عمومي قومندان هم تېره ورځ طالبانو ته ګوت څنډنه وکړه چې که په تاوتریخوالي کې کمی را نه ولي او د افغان ځواکونو پر وړاندې بریدونو ته دوام ورکړي، دوی به یو ځل بیا د افغان ځواکونو تر څنګ ودرېږي او د طالبانو پر وړاندې به خپل هوایي بریدونه پیل کړي.

د وسله والو طالبانو په خپره شوې خبرپانه کې راغلي چې دوی له ګاونډیانو سره ښې اړیکې غواړي نو په وینا یې دغه ډول کړنې د دواړو هېوادونو تر منځ اړیکې ترینګلې کولی شي.

تر اوسه د ایراني چارواکو لخوا په دې هکله کوم غبرګون نه دی ښودل شوی.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.