علي وزیر؛ که یوه ماشومه مو هم پاتې شي، مبارزه به کوو

خبریال وېب پاڼه/تېره شپه په دېره اسماعیل خان کې د عارف وزیر د جنازې پر مهال د د پښتون ژغورنې غورځنګ مخکښ غړي وویل چې موږ به مبارزه جاري ساتو.

د شهید عارف وزیر د کاکا زوی علي وزیر پنجاب ته په خطاب وویل چې موږ به تر خپلې وروستۍ سلګۍ مبارزه مبارزه کوو او زیاته یې کړه چې که په کور کې مو یوه ماشومه هم پاتې شي، بیا به هم د پښتون په ننګ مبارزې ته دوام ورکوو.

دا په داسې حال کې ده چې د عارف وزیر له شهادت سره دغې کورنۍ د پښتون ژغورنې دریځ لپاره ۱۸ قربانۍ ورکړې. نوموړي به تل ویل چې لر او بر یو افغان دی او پاکستاني څارګرې ادارې هم له همدې امله په شهادت ورساوه چې د عدم تشدد په دریځ یې د لوی افغانستان لپاره لېچې را نغاړلې وې.

په ورته وخت کې منظور پشتین هم په پښتنو غږ وکړ چې د پاکستان ریاست د پښتنو قاتل جوړېدی شي خو فاتح به هېڅکله نه شي. نوموړی زیاته کړه چې پښتانه نور د پنجاب په مکارۍ پوه شوي دي او پرې به نه ږدي چې د دوی په برخلیک لوبې وکړي.

له لر او بر سربېره د نړۍ په ګوټ ګوټ کې د پښتنو او نړیوالو دغه حماسوي مشر وویل چې موږ په هېڅ صورت له خپلې برحقې مبارزې څخه پر شا کېدونکي نه یو او د پښتونخوا خاوره به له افراطیت او تشدد سالارۍ نه پاکوو. نوموړي ټینګار وکړ چې پښتونخوا د پښتنو وه او د تل لپاره به د پښتنو پاتې شي او هېڅوک دې ورباندې د راج چلولو تمثیل نه کوي.

شهید عارف وزیر دوه میاشتې وړاندې کابل ته د ولسمشر غني د لوړې مراسمو ته هم راغلی او په یوه غونډه کې یې د وینا پر مهال وویل:

((له وېزې پرته خپل وطن ته د راتګ آرمان مې پوره شو، که اوس زنداني کېږم او یا مړ کېږم، پروا مې نشته))

علي وزیر چې د پاکستان په پارلمان کې د پښتنو استازی او د پښتون ژغورنې غورځنګ مخکښ غړی دی، وخت په وخت د لر او بر پښتنو د حقونو لپاره غږ بدرګه کوي او د دوی د حقونو لپاره تل د مبارزې په لومړۍ کرښه کې تر سترګو کېږي.

دوه اونۍ وړاندې یې په یوه ټویټري پیغام کې ویلي وو چې محمد اشرف غني د ډیورډ فرضي کرښې د دواړو غاړو ولسمشر دی او افغانان یې په دواړو غاړو کې تر څنګ ولاړ دي.

ښايي دا مو هم خوښ شي

This website uses cookies to improve your experience. We'll assume you're ok with this, but you can opt-out if you wish. Accept Read More

escort maltepe escort pendik escort mersin porno izle porno seks hikayeleri mersin escort bayan escort bodrum