The news is by your side.

افغان حکومت تر اوسه ۸۵۰ طالب زندانیان خوشي کړي

خبریال وېب پاڼه/ د افغان ولسمشر محمد اشرف غني د ۱۳۹۸ه ش کال د کب میاشتې د ۲۰ نېټې د فرمان سره سم، د طالبانو، د سولې پروسې او کرونا ویروس سره د ښې مبارزې په موخه د هغوی روغتیايي وضعیت، عمر او د بند پاتې مودې ته په کتو سره دوام لري.

په دې لړ کي تېر ماښام ۹۸ تنه نور طالب بندیان د څرخي پله له زندان نه خوشې شول.

د دغو بندیانو په خوشې کېدو سره د خوشې شویو بندیانو شمېر ۶۵۰ تنو ته ورسېد.

افغان حکومت به د ۸۵۰ تنو نورو طالب بندیانو خوشې کولو ته د ذکر شویو مواردو په رعایت سره دوام ورکړي.

د افغانستان اسلامي جمهوري دولت ژمن دی چې طالبانو سره په مذاکراتو کې، دایمي اوربند او تلپاتې سولې ته د رسېدو په موخه لاره هواره وساتي.

له دې سره کندوز کې د طالبانو له لوري د دولت نږدې پنځوس زندانیانو خوشې کېدو پر دوام، د ملي امنیت شورا دفتر وایي، طالبانو ۴۶ زندانیان خوشي کړي دي چې ۳۹ تنه یې امینتي ځواکونه دي. خو د ملي امنیت شورا ویاند جاوېد فیصل وایي، طالبان دې د سولې بهیر د پرمختګ او د زندانیانو خوشې کېدو لپاره تاوتریخوالی کم کړي او د بل هېواد اجازې ته په تمه ونه اوسي.

د افغان لپاره سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد وایي چې ملکي وګړي لا هم د دوام داره جګړې څخه کړیږي.

نوموړي په خپل ټوېټر پاڼه له طالبانو غوښتي چې باید د زندانیانو د خوشې کولو بهیر چټک کړي.

بل خوا د ملګرو ملتونو عمومي منشي آنتونیو گوترش د اوربند پر ټینګښت او د افغان دولت او طالبانو ترمنځ د اعتماد جوړونې فضا پر رامنځته کېدو ټینګار لري.

ګوترش وایي، په افغانستان کې د جګړې پای ته رسېدل شونې ده او موږ د دولت او طالبانو ترمنځ د بشر دوستانه اوربند د ټینګښت په هڅه کې یو.

”زه باور لرم چې د سولې او د تاوتریخوالي پای ته رسېدو لپاره فرصت کولای شي دغه هېواد سره د کرونا ویروس پر ضد د اغېزمنې مبارزې په برخه کې مرسته وکړي.“

خو یو شمېر نور بیا په دې باور دي تر هغې چې بین الافغاني خبرې پیل نه شي نښتې به پای ته ونه رسیږي او د اعتماد جوړونې فضا به رامنځته نه شي.

د ملي امنیت شورا دفتر دغه راز وایي چې د سولې بهیر کې د پرمختګ لپاره تېره اوونۍ د دواړو خواوو د فني ټیمونو ترمنځ مخامخ ویډیویي ناسته په کابل کې ترسره شوې وه، خو دا چې دغه خبرو کې کومو موضوعاتو باندې بحث شوی دی، جزییات نه دي ورکړل شوي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.