The news is by your side.

صالح: د لرې پښتونخوا افغانان زموږ په ګډ درد ژاړي

خبریال وېب پاڼه/ د افغان ولسمشر لومړي مرستیال امرالله صالح د پښتون ژغورنې غورځنګ مخکښ غړي عارف وزیر پر شهادت ژوره خواشیني وښوده.

صالح وایي، د پښتون ژغورنې غورځنګ(PTM) کورنۍ ته تسلیت وایم او د زړه له تله د عارف وزیر پر شهادت خواشینی یم.

امرالله صالح د پښتون ژغورنې غورځنګ د افغانستان پر هر درد راګډ یاد کړل او زیاته کړې یې ده چې د لرې پښتونخوا افغانان د افغانستان په هر درد له موږ سره ګډ ژاړي او دردیږي. او د ترهګرۍ د له منځه وړلو بې اساسه غوښتنه کوي.

د ولسمشر لومړی مرستیال امرالله صالح زیاتوي، چې افغانستان د ترهګرو په لاس کې د قرباني کېدو په حال کې دی، څوک چې د قران کریم آیتونو نه انکار کوي او مسلمانانو پر وژنو ټینګار کوي.

په ورته مهال نن په واڼه کې د شهید سرادار محمد عارف وزیر جنازه او خاورو ته د سپار کېدو مراسم ترسره شول، چې په زرګونو خلکو په کې ګډون کړی و.

د پښتون ژغورنې غورځنګ پر مخکښ غړی شهید عارف وزیر وړم ماښام پرې د وزیرستان په واڼه کې د ګوډ طالب(ملېشو) له خوا برید شوی و، تېره ورځ یې د سر د سختو ټپونو له امله ساه ورکړه.

د پښتون ژغورنې غورځنګ وایي، سرادار محمد عارف وزیر د پاکستان ترهګر ریاست له لوري پر شهادت ورسېد.

د افغانستان په بېلا بېلو ولایتونو کې هم د شهید عارف وزیر غایبانه جنازې وشوې.

د شهید عارف وزیر مړینه په نړیواله کچه وغندل شوه او د بخښنې نړیوال سازمان هم له پاکستان وغوښتل چې ژر تر ژره دې په خپلواک ډول د عارف وزیر د قتل قضیه وڅیړي.

شهید سرادار محمد عارف وزیر، له افغانستان او افغانانو سره خورا مینه درلوده، نوموړي به ویل، چې افغانستان یې خپل کور دی هېڅ څوک به یې هم له کابل او د افغانستان نورو ولایتونو ته له ور تګ ایسار نه کړي.

شهید عارف وزیر، د افغان ولسمشر محمد اشرف غني د لوړې مراسمو ته هم راغلی و، چې له تود هر کلي سره مخ شو او په بېلابېلو ځایونو او غونډو کې یې ویناوې وکړي، خو له کابله له ورتګ وروسته زنداني او بیا شهید کړی شو.

شهید عارف وزیر چې د پښتون ژغورنې غورځنګ د بل مشر علي وزیر د تره زوی دی، په شمالي وزیرستان کې پر پښتنو له سختو ظلمونو وروسته د مبارزې ډګر ته راووت، چې بلاخره په دې سپېڅلې مبارزه کې یې د پښتنو لپاره سر کېښود.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.