The news is by your side.

د PTM مشرانو په نړیواله کچه د لوی لاریون خبر ورکړ

خبریال وېب پاڼه/د وزیریستان په واڼه کې چې د عارف وزیر افغان پلارنی تاټوبی دی، د نوموړي د جنازې پر مهال د PTM مشرانو ریاست د عارف وزیر په وژنه تورن کړ.

په واڼه کې د شهید عارف وزیر د جنازې په مراسمو کې د پښتون ژغورنې مشرانو د نوموړي په ننګه په لر او بر کې د لویو لاریونونو خبر وکړ او زیاته یې کړه چې د کرونا له امله به ټولنیز واټن مراعات کېږي.

د پښتون ژغورنې غورځنګ مخکښ غړي محسن داوړ په خپل ټویټري پیغام کې ویلي چې د روانې مې میاشتې په ۵ مه نېټه به د نړۍ په ګوټ ګوټ کې د عارف وزیر د ترور له امله د ریاست پر وړاندې احتجاجي لاریونونه کوي.

په ورته وخت کې منظور پشتین هم په پښتنو غږ وکړ چې د پاکستان ریاست د پښتنو قاتل جوړېدی شي خو فاتح به هېڅکله نه شي. نوموړی زیاته کړه چې پښتانه نور د پنجاب په مکارۍ پوه شوي دي او پرې به نه ږدي چې د دوی په برخلیک لوبې وکړي.

له لر او بر سربېره د نړۍ په ګوټ ګوټ کې د پښتنو او نړیوالو دغه حماسوي مشر وویل چې موږ په هېڅ صورت له خپلې برحقې مبارزې څخه پر شا کېدونکي نه یو او د پښتونخوا خاوره به له افراطیت او تشدد سالارۍ نه پاکوو. نوموړي ټینګار وکړ چې پښتونخوا د پښتنو وه او د تل لپاره به د پښتنو پاتې شي او هېڅوک دې ورباندې د راج چلولو تمثیل نه کوي.

د عارف وزیر د جنازې پر مهال د پښتون ژغورنې غورځنګ ټولو مخکښو څېرو په خپلو ویناوو کې پاکستاني ریاست د عارف وزیر قاتل یاد کړ او زیاته یې کړه چې دوی به په هېڅ صورت له خپلې مبارزې پر شا نه شي.

نن یکشنبې ماسپښین په واڼه کې د جنازې پر مهال چې زرګونه پښتنو په کې ګډون کړی ؤ، پر عارف وزیر برید د ریات له مکاریو وباله او د هغه لپاره یې د حق ناره پورته کړه. د عارف وزیر په شهادت په لر او بر کې د پښتنو توند غبرګونونه را پارولي دي.

ښاغلي داوړ په ټولو پښتنو او د بشري حقونو پر فعالانو غږ وکړ چې د شهید عارف وزیر لپاره د نړۍ په هره برخه کې د حق غوښتنې ناره پورته کړي. نوموړي همداراز زیاته کړې ده چې په ټولو لارویونونو کې باید ټولنیز واټن مرعات کړل شي تر څو په وینا یې د کرونا وبا مخنیوی هم وشي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.