The news is by your side.

د افغانستان اقتصادي وده کې ۳ سلنه کموالی

خبریال وېب پاڼه/ د پيسو نړیوال صندوق وایي، کرونا ویروس به د افغانستان اقتصادي وده کې درې سلنه کموالی راولي.

د پیسو نړیوال صندوق نوی راپور ښيي چې کرونا ویروس به د افغانستان اقتصادي وده کې درې سلنه کموالی راولي او د ناروغۍ د ډېروالي پرمهال به پر افغانستان اقتصادي اغېزې بدتریږي.

د دغه راپور یوه برخه کې د افغان حکومت څخه غوښتنه شوې چې له اړتیا پرته لګښتونو کې دې کموالی راولي او د بودجې احتمالي کسر لپاره دې اړین ګامونه ترلاس لاندې ونیسي.

د پيسو نړيوال صندوق د کرونا له ناورين سره سره، سياسي او امنيتي ستونزې هم د افغانستان د اقتصادي او مالي حالت د خرابېدلو لامل بللی دی.

د دې راپور پر اساس د سياسي ناندريو له امله د سولې هڅې هم ټکنۍ شوي دي.

دې خپاره شوي راپور کې وړاندوينه شوې، چې کوويډ١٩ ناروغي به د افغانستان اقتصاد سخت زيانمن کړي او له دې ويروس سره مبارزه اته سوه اوه پنځوس ميليونه ډالرو ته اړتيا لري.

دې راپور کې دا وړاندوينه هم شوې چې د افغانستان اقتصادي وده به درې سلنه کمه شي او ممکن دا کموالی تر دې هم زيات شي.

د پيسو نړيوال صندوق له افغان حکومت څخه غوښتنه کړي چې له اړتيا پرته مصارف دې کم کړي او د کسر د حل لارې په موخه دې د ممکنه بودجي برابرولو په لټه کې شي.

د پيسو نړيوال صندوق همدارنګه ويلي، چې افغانستان کې اقتصادي فعاليتونه او پراختيا ډېره کمه شوې ده او زرګونه کورنۍ د لوږې له ګواښ سره مخ شوی دي.

د دې راپور له پلټونو څخه ښکاري چې تر دې مهاله افغان حکومت له کرونا ويروس سره د مبارزې په موخه له بودجي څخه اته ميليارډه افغانۍ مصرف کړي او نوي مالي کال په لومړيو دريو مياشتو کې د افغانستان عايداتو کې لس سلنه کموالی راغلی دی.

د پيسو نړيوال صندوق ويلي چې افغانستان د نړيوالي ټولني بېړنيو مرستو ته اړتيا لري او په وينا يې افغان حکومت له دې صندوق څخه غوښتنه کړې چې د افغانستان پنځوس سلنه سهميه دې ورکړي.

د اقتصادي چارو يو شمېر کارپوهان پر دې باور دي چې که کرونا ويروس نور هم زيات خپور شي، افغانستان به د بودجي له سخت کسر سره مخامخ شي.

د مالي کال د بوديجي سند کې د هېواد بودجه اته څلوېښت سلنه له نړيوالو مرستو څخه تر لاسه کېږي، دا مرستي څه کم ۲۰۷ میليارډه افغانۍ کېږي.

خو اوس چې د کرونا ويروس له امله د هېواد اقتصادي فعاليتونه زيانمن شوي، د نړيوالو مرستو ته هم اړتيا ډېره شوې ده.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.