The news is by your side.

د صادراتي کرنیزو تولیداتو د مدیریت طرحه پلي کیږي

خبریال وېب پاڼه/ د کرونا په پېر کې د صادراتي کرنیزو تولیداتو د مدیریت د طرحې پلي کېدل پیل شو.

د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د کرونا ویروس د خپرېدو په خاطر د کرنیزو محصولاتو د صادراتو د ممنوعیت په صورت کې د یوې طرحې تطبیق پیل کړ چې پر بنسټ یې د نږدې ۵۰ سلنه کرنیزو توکو او په ځانګړې توګه هغه محصولات، چې په تېرو کلونو کې صادرېدل د خوسا کېدو مخه نیول کیږي.

د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د اوبو لګولو او طبیعي سرچینو مرستیال حشمت الله غفوري د کرونا په پېر کې د کرنیزو محصولاتو د مدیریت په پار د کرنې وزارت د برنامو د جزییاتو په وړاندې کولو سره وویل، چې د دې طرحې د پلي کېدو کار سر له سبا پیلیږي او د مالي کال تر پایه به بشپړ شي.

ښاغلي غفوري، چې نن د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو په مرکز کې یوې خبري کنفراس ته خبرې کولې وویل:

«د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د کرونا ویروس په پېر کې د کرنیزو محصولاتو د صادراتو د ممنوعیت ستونزې ته د ځواب ورکولو په پار سر له سبا د یوې طرحې پلي کول پیلوي، چې پر بنسټ یې د صادراتي کرنیزو تولیداتو د یوې لویې برخې د خوسا کېدو او ضایع کېدو مخه ونیسي.»

د کرنې وزارت د اوبو لګولو او طبیعي سرچینو مرستیال دغه راز وویل، چې د کرونا ویروس خپرېدل د ډېرو هېوادونو ترمنځ صادرات، سوداګرۍ او ټرانزېټ له ستونزو سره مخ کړی دی. د هغه په خبره، د شته وضعیت دوام او په افغانستان کې د عمده مېوو د راټولولو فصل ته نږدې کېدل، به د یو شمېر بزګرانو او د کرنیزو محصولاتو د تولیدوونکو د اندېښنې لامل شوي وي.

ښاغلی غفوري وایي، چې د کرنې وزارت د دغو اندېښنو او ستونزو د هوارولو او د صادراتي کرنیزو محصولاتو د خوسا کېدو او ضایع کېدو د مخنیوي په پار سر له سبا د یوې طرحې تطبیق پیلوي.

د هغه په خبره، په دې طرحه کې اووه عمده فعالیتونو له ډلې پر حکومتي بنسټونو د کرنیزو محصولاتو د پلور په پار د قرار دادونو لاسلیک، د اضافي محصولاتو پروسس، په هغو ولایتونو کې چې ډېر انګور تولیدیږي په بېړني ډول د څلور زره او ۹۳۲ ممیز خونو جوړول، چې هر یوه یې ۱۶ مټریک ټنه وړتیا لري، د پیازو او کچالو ۱۴ زره او ۶۳۳ زېرمتونونه جوړول چې هر یو یې پنځه تر لس ټنه وړتیا لري، د تازه مېوو د ساتنې په پار د سارک مډل ۸۸۴ صفر انرژۍ سړې خونې جوړول چې هر یو یې د ۲۵ مټریک ټنو په وړتیا جوړیږي، د مېوو او سبو زر وچوونکو دستګاوو چمتو کول او د کرنیزو محصولاتو په تعرفو کې بدلونونه شامل دي.

حشمت الله غفوري وایي، چې د دې طرحې پلي کول ۱۳.۷ میلیارډه افغانۍ لګښت لري، چې د دې لګښت ۱۰ سلنه د بزګرانو په ونډې سره تمویلیږي.

په دې طرحه کې شاملې پروژې په کلیو کې د پراختیایي شوراګانو له خوا پلي کیږي.

د کرنې وزارت د اوبو لګولو او طبیعي سرچینو مرستیال د غه راز وویل، چې په تېرو کلونو کې نږدې ۷۹ سلنه وو چې مېوې او ۲۱ سلنه تازه کرنیز محصولات له افغانستان څخه بهر ته صادرېدل.

د کرونا ویرس د خپرېدو له ناورین څخه د وتو په موخه د کرنې وزارت نوې طرحه د روان مالي کال تر پایه پلي کيږي او هغه ولایتونه تر پوښښ لاندې نیسي، چې تر ډېره په طرحه کې شامل کرنیز محصولات تولیدوي.

د دې طرحې ټولیزه بودیجه څه باندې ۱۳.۷ میلیارده فغانۍ ده، چې تر دې دمه د مالیې وزارت له خوا نږدې اته میلیارډه یې د کرنې وزارت په واک کې ورکړل شوې ده.

د دې طرحې د پلي کېدو په لړ کې، ۱۹۱ زره او ۶۷۰ کسانو ته لنډ مهالې دندې او د دې طرحې د تطبیق په بشپړېدو سره ۶۰ زره او ۳۰۹ کسانو ته د تلپاتې دندې زمینه هم برابریږي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.