تالبانو په کابل کې د ښځو کتابتون وتړلو
خبریال وېبپاڼه: په کابل کې د ښځو د کتابتون مسوولین وایي، چې دغه کتابتون تړل شوی دی!
د ښځو د کتابتون يوې مسئولې (ژوليا پارسي) خبریال وېبپاڼې سره په خبرو کې وويل: «دغه کتابتون، د تالبانو لخوا د ښځو پر وړاندې د محدوديتونو لګولو او دغه راز اقتصادي ستونزو له امله تړل شوى دى.
مېرمن پارسي زیاته کړه ، د ښځو کتابتون، شپږ مياشتې وړاندې، د کابل ښار (پلسرخ) سيمه کې، د ښځو لپاره د لوست او پوهوي د فرهنګ دودولو په هدف، جوړ شوی و.
د ژولیا پارسي په وینا، ددغه کتابتون فعالیت پر مهال، طالبانو لږ تر لږه دوه ځله د ښځو پر کتابتون برید وکړ او مهرولاک یې کړ.
ویل کېږي، چې کابل کې د ښځو دغه کتابتون، د یو شمېر ښځو په مالي لګښت جوړ شوی و.
تالبانو په افغانستان کې د واک له تر لاسه کولو وروسته، پر ښځو پراخ بندیزونه لګولي او دا لړۍ روانه ده.
Comments are closed.