The news is by your side.

د استرالیا د اټومي اوبتلونو د جوړولو پلان ښکاره شو

خبریال وېبپاڼه: امريکا، بريتانيا او استراليا، د چين له ګواښونو سره د مقابلې لپاره، د اټومي اوبتلونو د جوړولو درې اړخيزه پلان څرګند کړ.

رویټرز راپور ورکړی، چې د متحده ایالاتو ولسمشر جوبایډن، په سان ډیاګو کې، د بریتانیا د لومړي وزیر ریشي سناک او د استرالیا لومړي وزیر انتوني البانیز کوربه دی.

په دې غونډه کې، د هند سمندر او ارام سمندر کې، د چین له ګواښونو سره د مقابلې لپاره، د اټومي اوبتلونو د جوړولو د پلان جزیات، اعلان شول.
ددې پلان پربنسټ، د استرالیا د اټومي اوبتلونو جوړولو پروګرام به، تر ۲۰۵۵ زېږدیزکال پورې، شاوخوا ۲۴۵ ملیارد ډالر لګښت ولري.

د استرالیا لومړي وزیر انتوني البانیز ویلي دي، چې هیواد به یې په راتلونکو څلورو کلونو کې، د اوبتلونو د یوې سترې اډې او د اوبتل‌جوړولو د فابریکو، د جوړولو او همدارنګه د ماهرو کارکونکو د روزلو لپاره، څلور میلیارده ډالر ولګوي.

د استرالیا د ستراتیژیکو پالیسیو انسټیټیوټ، په دې وروستیو کې، د اوبتل جوړولو په برخه کې ددې هیواد پانګونه، د پام وړ ګڼلې ده.

Comments are closed.