تالبان نه غواړي، چې د کجکي بند کاسه له اوبو ډکه شي

خبریال وېبپاڼه: د هلمند یو شمېر اوسېدونکي وايې، چې د کجکي برېښنا بند (کاسې) ته د لارې په اوږدو کې پر شته سیند چې د بابا له غره څخه سرچینه اخلي، په زرګونو طالب کروندګر له غیر قانوني اوبو څخه ګټه پورته کوي چې دې چارې د یاد برېښنا بند (کاسې) د ډکېدو مخه نیولې ده.

د هلمند ولایت د کجکي ولسوالۍ یو اوسېدونکي خبریال وېبپاڼې ته وويل، چې تېره درې کلنه وچکالي او د کجکي برېښنا بند پر شاوخوا د طالبانو د حکومت لويو چارواکو ۷۰۰ غیر قانوني واټرپمپونه ایښي دي چې له امله یې دغه ولایت کې یو لوی شمېر کروندګر د اوبو او برېښنا د نشت او کمښت سره مخ کړي دي.

نوموړی وایي، لویه ستونزه د هغه طالب چارواکو غیر قانوني واټرپمپونو رامنځته کړي ان تر دې یادي غیر قانوني چارې يې د څښاک پاکو اوبو ته د ولسي خلکو لاس رسی هم محدود کړی دی.

هغه زیاتوي «د ټول هلمند په کچه هغه کرنیزې ځکمې چې د کجکي برېښنا بند څخه خړوبېږي زیات شمېر یې د طالب چارواکو دي.
د هلمند ځایي مسوولین هم تاییدوي، چې د کجکي برېښنا بند پر شاوخوا سيمو کې زرګونه خلک د واټرپمپونو په وسیله دښتې او ځمکې خوړوبوي.

ښايي دا مو هم خوښ شي

This website uses cookies to improve your experience. We'll assume you're ok with this, but you can opt-out if you wish. Accept Read More