The news is by your side.

سمنګان کې پر یوې ښځې طالبانو جنسي تیری کړی

خبریال وېبپاڼه: په سمنګان کې سیمه ییزې سرچینې وایي، چې په دغه ولایت کې د طالبانو د امنیې قوماندانۍ یوه ښځینه کارکوونکې د دغې ډلې د جنګیالیو له خوا پرې جنسي تیری شوی دی.

په سمنګانو کې يوې باوري ځايي سرچينې خبریال وېبپاڼې ته وويل، چې په دغې ښځينه پوليسې د پنجشنبې په ورځ د دغه ولايت په امنيه قوماندانۍ کې د طالبانو له لوري جنسي تېرى شوی دی.

د سرچينې په وينا، د سمنګان ولايت د امنيه قوماندان، سکرتر مولوي بدري، قاري ميا د جنايي جرمونو پر وړاندې د مبارزې رياست کارکوونکي پر دغې ښځينه کارکوونکې جنسي تېرى کړى دى.

د سرچينې په وينا، دغې مېرمنې تر اوسه د طالبانو د وېرې له امله د قاري ميا پر ضد دوسيه نه ده ثبت کړې.

د سمنګان ولايت د امنيه قوماندانۍ يوې سرچينې هم ويلي، چې د دې مېرمنې کور له څو ورځو راهيسې وسله والو طالبانو محاصره کړى او د کورنۍ غړو سره یې تعهد کړی، چې موضوع به رسنيو ته نه افشا کوي.

په سمنګان کې طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

تېره اوونۍ په سرپل ولایت کې یوه ۴۰ کلنه مېرمن او د هغې پر دوو لوڼو د طالبانو له خوا جنسي تېری وشو.

Comments are closed.