The news is by your side.

مارک زوکربرګ له میټا څخه ۱۰ زره کارمندان ګوښه کوي

خبریال وېبپاڼه: مارک زوکربرګ به د میټا له شرکت څخه لس زره کارمندان له دندو ګوښه کړي.

د میټا شرکت اجرایوي مشر مارک زوکربرګ چې د فیسبوک، واټساپ او انسټاګرام مالکیت لري، اعلان کړی چې له دې کمپنۍ څخه به لس زره کارکوونکي له دندو ګوښه کړي.

دا خبر د زوکربرګ په حواله د «میټا» شرکت د ویب پاڼې له لارې خپور شو.

هغه زياته کړې، چې په راتلونکو دوو مياشتو کې به ډېرى نوي کټونه اعلان شي، که څه هم په ځينو مواردو کې به د کال تر پايه دوام وکړي.

مارک وویل: “زه فکر کوم چې موږ باید د دې احتمال لپاره ځان چمتو کړو چې دا نوی اقتصادي واقعیت به د ډیرو کلونو لپاره دوام وکړي.”

دا خبر د پانګوالو له مثبت غبرګون سره مخ شوی او د میټا ونډې ۶٪ زیاتوالی موندلی.

دا په روان کال کې د شرکت د کارکوونکو دوهم ډله ایز ګوښه کول دي.

تیر کال میټا یوولس زره کارمندان له دندې ګوښه کړل.

د یادولو وړ ده چې د نویو دندو کمولو سره به سږکال د میټا لګښتونه چې مخکې یې د ۹۵ او ۸۹ ملیاردونو ترمینځ اټکل شوی و ، تمه کیږي چې د ۸۶ او ۹۲ ملیارد ډالرو ترمینځ به ورسیږي.

Comments are closed.

koi finance