پاکستان: ګاونډ کې د پوليسو “تحريک انصاف ګوند” پلويانو ترمنځ اخ و ډب رامنځته شوی

د ګاونډي هېواد پاکستان د رسنيو پروني راپورونه ښيي چې د عمران خان د ګوند تحريک انصاف او پاکستاني پولیسو ترمنځ اخ و ډب رامنځته شوی او د عمران خان د ګوند ۳۵ پلويان يې ډبولي دي.

د تحريک انصاف ګوند پلويانو په خواله رسنيو ځينې وېډيو ګانې خپرې کړي چې په کې ښکاري پوليس د ګوند غړو د نيولو او وهلو په حال کې دي.

په ورته مهال عمران خان ته امر شوی چې د جمعې په ورځ د قاضي پر وړاندې محکمې ته حاضر شي او د خپلو تورونو سپيناوی ورکړي چې قيمتي دولتي ډالۍ يې په پټه پلورلي دي.

څه موده وړاندې په عمران خان تازه تور پور شو چې د خپل حکومت پرمهال د بهرنيو هېوادونو له لوري ورکړل شوي قيمتي ډالۍ يې په پټه پلورلي دي.

د اسلام اباد پوليس وايي عمران خان به د محکمې له امر سره سم ونيسي.

عمران خان هم د خپلو پلويانو د وهلو په تړاو په ټوېټر خپله يوه وېډيو خپره کړې او ويلي دي که زه ونيول شم هم پلويان دې مبارزې ته دوام ورکړي.

د پاکستان ډان ورځې پاڼې ډ راپور له مخې محکمې امر کړی چې عمران خان دې د مارچ تر ۱۶ مې ونه نیول شي د عمران خان وکيل ويلي چې مؤکل يې د امنيتي ګواښ له کبله محکمو ته نه شي حاضرېدلی.

له څو مياشتو راهيسی د عمران خان د نيولو او د نوموړي د پلويانو له لوري د لاريونونو له کبله په پاکستان کې سخته ګډوډي رامنځته شوې ده

ښايي دا مو هم خوښ شي

This website uses cookies to improve your experience. We'll assume you're ok with this, but you can opt-out if you wish. Accept Read More