تخار کې ۱۶ کان کیندونکي مړه شوي

خبریال وېبپاڼه: په تخار کې ځایي سرچینې وایي، چې په دغه ولایت کې، د یوې ترافیکي پېښې له امله ۱۶ کان کیندونکی وژل شوي او ۷ نور ټپیان دي.

دا پېښه نن د تخار ولايت د چاه آب ولسوالۍ په (انجير کلي) کې هغه مهال رامنځته شوه، چې کان‌کېندونکي په يوه پیکپ موټر کې د سرو زرو د “پستې کان” ته روان وه.

سرچينې خبریال وېبپاڼې ته ویلي، چې په دغه موټر کې ۲۲ تنه کان کیندونکي سپاره وه.

د موټر چلوونکي تېز سرعت او بې‌پروایي، د دغې خونړۍ پېښې لامل شوې ده.

د پېښې نور ټپیان د تخار مرکزي روغتون ته لېږدول شوي، خو ټپيانو روغتيايي حالت د اندېښنې وړ بلل شوى دى.

په تخار کې طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

د تخار ولایت چاه‌اب ولسوالۍ کې د سرو زرو یو ستر کان شته، چې په دغه کان کې هره ورځ سلګونه کسان کار کوي.

ښايي دا مو هم خوښ شي

This website uses cookies to improve your experience. We'll assume you're ok with this, but you can opt-out if you wish. Accept Read More