تر جګړې وروسته/لومړی ياداښت
د ۲۰۲۱کال د اپریل مېاشتې د پنځمې ورځې نژدې غرمه مهال وو، ټلیفون مې جېب کې وکړنګېد.
د خبریال ملګري ږغیز پیغام مې واټس آپ ته راغلی و، تر یوه سوړ اسوېلي وروسته، یې په نیولي ږغ ویلي وو: “پیره، را ځه چې ځو، د ارغنداب عملیات ختم شوي، د بیرته ورستانه شویو او هلته د بند پاتي کسانو په اړه به کار وکړو…”
په یوه بل ږغیز جواب کې مې تر پنځلس دقیقو پورې د ور رسېدو ژمنه ورکړه.
د کندهار ارغنداب ولسوالۍ د رود (سیند) پورې غاړې د بابرو کلي ته رسېدلي یو، د سړک څنډې ته د نژدې کورونو او دوکانونو ډېره برخه د جګړې له امله په کنډوالو بدله شوې.
د اوسېدونکو ډېره برخه یې د جګړې له وېرې کورونه پرېښي او نسبي امن سیمو ته کډوال شوي.
کلي کې ژوره چوپتیا خپره ده، ډیر وخت وروسته یو یو زرنج موټر سایکل چې پکې یوه یا دوې بُغره والې ښځې، کوچنیان، څو بالښتونه او کمپلې پکې بار وي، د کلي منځ کې پر غځېدلي خام سړک تېر شي.
سیمه تر نژدې شپږ میاشتنۍ جګړې وروسته د حکومت د مخالفې ډلې ط.ال.بانو څخه پاکه اعلان شوې، خو ځمکني ماینونه لا هم پاتې دي او د حکومتي ځواکونو له لورې یې د شنډولو عملیات روان دي.
جګړه ختمه شوې، خو لا هم وضعیت عادي نه دی او لري لري د ماین چاودنو ږغونه اورېدل کېږي.
کله کله د نیمه ورانو شویو دېوالونو تر کنډونو یو یو کس معلوم شي او دا سې ښکاري، چې له خټینو نړېدلو ودانیو لاندې یو څه لټوي.
د کلي په یوه بله څنډه کې د یوې دوه پوړيزې ودانۍ آبي رنګه دېوالونه د سړي پام ځان ته اړوي.
د ودانۍ د لویې پَلزي دروازې یوه برخه را ځوړنده ده، داسې ښکارې، چې د جګړې په کوم راکیټ یا بلې لویې وسلې ویشتل شوې وي.
دا ودانۍ د هغه ښوونځي لپاره جوړه شوې وه، چې لا یې پرانیستنه نه ده شوې. د ښوونځي باندني دېوالونه په مرمیو غار غار شوي دي.
له دننه ودانۍ د ماتو شیشو د راټولو کړنګهار اورېدل کېږي.
ودانۍ کې د ماتو شیشو په راټولولو بوخت سړي ته خورا ډېر نور کارونه پاتې دي. هغه باید د نیمه را لوېدلو چتونو خاورې، ماتې چوکۍ، مېزونه، سوځېدلې دروازې، کړکۍ او داسې نور… هم راپاک کړي.
د ویجاړ کلي د وران شوي ښوونځي ویډیو مې لا نه وه پوره کړې، چې په کار بوخت سړي دواړه لاسونه له خاورو څنډ وهل او د کېمرې مخې ته ودرېد.
د پاخه عمر سړي، پرته له دې چې زه د مرکې غوښتنه ترې وکړم، خبرې پیل کړې: “کورونه مو بمبار شول، د مکتب حالت مو دا دی تاسو ګورئ، د کلي کلینیک ماینونو پر سر اخیستی، لارو، کوڅو او کورونو کې مو ماینونه کرل شوي، د ښار شفاخانې مو له ټپیانو او د کلي هدېرې مو له شهیدانو ډکې شوې، دا اوس څه حال دی!؟ نیم د طیارو بمبار تبا کړو او نیم نور خلک مو بیا د ماینونو خوراک شول.”
که څه هم د ورځې تر دې مهال د یادې جګړې له امله د اوښتو ځاني او مالي زیانو په اړه لا هم کره شمېرې نشته، خو زموږ د معلوماتو له مخې د ځاني زیان ترڅنګ سلګونه عام المنفعه ځایونو او د ۷۰ سلنې ملکي خلکو کورونه وران شوي دي.
په ویجاړو شویو ځایونو کې شپږ ښوونځي، شاواوخوا ۲۰۰ پلچکونه، دوه غټ پُلونه، دوه مسجدونه او ګڼ کورونه وران شوي دي.
د مازیګر لمر لا خپلې وړانګې د کلې د ړنګو دېوالو له کنډوونو نه دې ټولې کړي.
د کلي د مسجد دېوال ته څو تنه ناست دي او د کالیو اوږدې لمنې یې پر زنګنو را کښته کړي، زموږ په لیدو یې سترګې و برېښېدې. د دوی په فکر موږ د یوې خیریه مرستندویه موسسې کارکوونکي یو او ګمان کوي، چې دلته د خوراکي توکو یا ورانو شویو کورونو په جوړولو کې د مرستې لپاره راغلي یو.
د دوی له ډلې یو کس چې ځان د کلي د مشر په توګه را پېژني، تر لاس ونیولم، له خپلو نورو ملګرو څخه په را ګوښه کولو یې تر زنه لاس را لاندې کړ او په خورا پسته لهجه یې خبرې پیل کړې: “انجنیر صاحب! تېر ځل هم ستاسو ملګري راغلي وو، د مرستې وېش یې ما ترتیب کړی و، خدای و رښتیا ټول مې حقدار کسان راټول کړي وو، ستاسو ملکري مو هم ونازول…”
له کلي څخه د وتلو پر مهال یوه زړه ښځه چې د کلیوال دود له مخې یې ځان په یوه لوی او خړ پړوني کې پېچلی، د سړک څنډې ته ولاړه ده. دغې ښځې یوه کوچنۍ کڅوڼه چې ګمان کېږي ډوډۍ یا نور خوراکي توکي به پکې وي، په بغل کې نیولې او د لاس په اشاره زموږ د موټر د درېدو غوښتنه کوي.
هغه موټر ته تر را پورته کېدو وروسته د خپل هغه یوازني زوی په اړه بې اختیاره ږغېده، چې څو ورځې وړاندې د هوایي بمبار له وېرې څخه د تېښتې پر مهال یې ماین چاودنې دواړې پښې پرې کړي.
د دې ښځې ژړا هغه وخت نوره هم زیاته شوه، چې د زوی د مېرمنې او د هغه د دوو کوچنيو بچیانو لپاره د ډوډۍ پیدا کولو کیسه یې پیل کړه.
Comments are closed.