په خوست کې یوه سړي د خپلې کورنۍ درې غړي وژلي

خبریال وېبپاڼه: په خوست کې ځایی سرچینې وایی، چې په دغه ولایت کې یوه کس د خپلې کورنۍ ۳ غړی وژلي او درې نور یې ټپیان کړي دي.

دا پېښه د خوست ولایت په ګربزو ولسوالۍ کې رامنځته شوې ده.

سرچينې خبریال وېبپاڼې ته ویلي، په دې پېښه کې د هغه مور، زوى او لور وژل شوي او مېرمن او دوه ماشومان ټپيان شوي دي.

د سرچينې د معلوماتو له مخې، وروسته له هغه چې وسله وال طالبان د پېښې ځاى ته ورسېدل، دغه کس پر هغوى هم ډزې وکړې.

د پيښې عامل د وسله والو طالبانو له خوا ووژل شو.

تر اوسه معلومه نه ده چې دغه کس ولې د خپلې کورنۍ پر غړو ډزې کړې دي؛ خو د سرچینو په وینا، هغه روږدی و.

د خوست ولایت سیمه ییزو چارواکو دغه پېښه تایید کړې ده؛ خو دوی په دې اړه نور جزیات نه دي ورکړي.

په دې وروستیو کې د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې کورنۍ تاوتریخوالی زیات شوی دی.

څه موده وړاندې د غزني په اندړو ولسوالۍ کې يو پلار خپلو دوو زامنو په چاړو وواژه.

ښايي دا مو هم خوښ شي

This website uses cookies to improve your experience. We'll assume you're ok with this, but you can opt-out if you wish. Accept Read More