The news is by your side.

د خبريال ملي ورځ او د افغان خبريالانو ستونزې

نن د کب ۲۷مه نېټه په هېواد کې د خبريالانو د ملي ورځ په توګه ياديږي.

د خبريال د ملي ورځ سرې هم مهاله په هېواد کې ګڼ شمېر افغان خبريالان له بېلابېلو ستونزو سره مخ دي.

افغان خبريالان اطلاعاتو ته د نه لاس رسي له کبله سر ټکوي او وايي چې د طالبانو حکومت چارواکي ورسره په وخت اطلاعات نه شريک کوي او نه هم دوی سره د اطلاعاتو شريکولو ته حاضريږي.

اطلاعاتو ته د لاس رسي په برخه کې بيا په ځانګړي توګه ښځينه خبريالانې له جدي ستونزو سره مخ دي چې وايي طالب چارواکي ورسره مرکو ته نه حاضرېږي او نه هم ورسره د اطلاعاتو شريکولو کې همکاري کوي.

په ورته مهال افغان خبريالان د اطلاعاتو ته د نه لاسرسي مشکل سره سره د امنیتي، اقتصادي او ټولنيزو ستونزو سره هم مخ دي.

ځينې خبريالان وايي کله ناکله د خپلو جوړو کړو راپورونو له کبله د طالبانو له خوا ګواښل کيږي او رټل کيږي او ځينو وختونه مو بيا د ګواښونو له کبله مجبوروي چې له کار کولو لاس واخلو.

د خبریالانو د ملي ورځې په مناسبت بيا تر اوسه د طالبانو اړوندو چارواکو کوم خاص څه نه دي ويلي.

د خبريال ملي ورځ داسې مهال راځي چې يو اوونۍ وړاندې په بلخ کې په لسګونه خبريالانو چاودنه وشوه او په ګڼ شمېر خبريالانو ته يې مرګ ژوبله واړوله.

له دې چاودنې وروسته داسې ښکاري چې په هېواد کې د خبريالانو لپاره امنيتي وضعيت خورا نازک شوی.

Comments are closed.