د پاکستان د وکیلانو ټولنې د عمران خان د نیولو لپاره د زور استعمال غندلی دی

خبریال وېبپاڼه: د پاکستان د سترې محکمې د وکيلانو ټولنې د دغه هېواد د پخواني لومړي وزير عمران خان د نيولو لپاره د قانون پلي کوونکو ادارو له خوا د زور زياتي کارول غندلي دي.

دغې ادارې په یوه اعلامیه کې ویلي، چې پاکستان یو دیموکرات هېواد دی او د قانون له مخې اداره کېږي.

په دغه بیانیه کې ویل شوي چې د عمران خان د نیولو لپاره د لاهور د پولیسو اقدام د هغه په ​​خلاف له لګیدلي تورونو سره د پرتلې وړ نه دی.

بلخوا عمران خان په یو لړ ټویټونو کې د دغه بیان هرکلی کړی دی.

باید وویل شي، چې پاکستاني پولیس له څو ورځو راهیسې د عمران خان د نیولو هڅې کوي؛ خو د خپلو مینه والو د مقاومت له امله تر اوسه نه دي بریالی شوي.

ښايي دا مو هم خوښ شي

This website uses cookies to improve your experience. We'll assume you're ok with this, but you can opt-out if you wish. Accept Read More