The news is by your side.

د طالبانو امر بالمعروف وزارت: مخکیني نظامیان دې په دندو نه ګمارل کېږي

خبریال وېبپاڼه: د طالبانو د امر بالمعروف وزارت چارواکو له خپلو وسله والو غوښتي، چې د مخکینیو نظامیانو له ګومارنې ډډه وکړي.

د دغه وزارت په یوه خبرپاڼه کې راغلي، چې د دغه وزارت یوه پلاوي په کابل کې د طالبانو له ځینو وسله والو مشرانو سره په لیدنه کې د دوی په لیکو کې د منکراتو، کل ږیرو او بې ږیرې وسله والو په موجودیت هم نیوکې کړي.

دغه طالب پلاوي د خپلو ځواکونو مسوولینو ته ویلي:(( خپلو کارکوونکو ته د اسلام لومړني احکام وښيئ، په خپلو لیکو کې د کل ږیرو، بې ږیرو او مخکینیو پوځیانو له ګومارنې ډډه وکړئ.))

د طالبانو دغه پلاوي دا هم ویلي، چې طالبان باید خپلو لیکو کې منکرات صفر کړي، خو نه یې دي ویلي، چې د دوی په لیکو کې کوم ډول منکرات موجود دي.

د طالبانو د امر بالمعروف وزارت یادې څرګندونې په داسې حال کې دي، چې د طالبانو یو شمېر مشران د دوی په وسله والو لیکو کې د ډېرو مخکینیو افغان دفاعي- امنیتي ځواکونو د موجودیت ادعا کوي.

Comments are closed.