The news is by your side.

درې تنه تالبان په جوزجان او فارياب کې په دوو جلا پيښو کې وژل شوي

خبریال وېبپاڼه: په جوزجان کې سيمه ييزې سرچينې وايي چې د وسله والو په بريد کې دوه طالبان وژل شوي دي.

د سرچينې د معلوماتو له مخې، دغه پېښه د جوزجان ولايت په فيض اباد ولسوالۍ کې رامنځته شوې ده.

په همدې حال کې د مقاومت د جبهې يوې سرچينې ادعا کړې چې دغه وسله وال طالبان د دغې جبهې د غړو په بريد کې وژل شوي دي.

د سرچينې په وينا، د وژل شويو طالبانو دوه ميله وسلې او دوه مخابرې هم د مقاومت د جبهې لاس ته ورغلي دي.

بل خوا په فاریاب کې سیمه ییزې سرچینې خبریال وېبپاڼې ته ویلي، چې د طالبانو یو سیمه ییز قومندان د خپل زوی په ډزو وژل شوی دی.

د سرچينې د معلوماتو له مخې، دغه طالب قومندان چې ګل احمد نومېده، د فارياب په بلچراغ ولسوالۍ کې يو له مشهورو طالبانو څخه و.

ګل احمد د خپل زوی د ناڅاپه ډزو په پایله کې هغه مهال ووژل شو چې له خپلې وسلې سره یې لوبې کولې.

طالبانو د دغه قوماندان وژل کېدل تاييد کړي دي؛ خو تر اوسه يې په جوزجان کې د پېښې په اړه څه نه دي ويلي.

دا په داسې حال کې ده چې تېره شپه هم د بغلان په اندراب ولسوالۍ کې د مقاومت د جبهې له ځواکونو سره په نښته کې ۸ طالبان وژل شوي وو.

Comments are closed.