د بشر حقونو خپلواک کمیسیون د طالبانو د وزیر څرګندونې د اندېښنې وړ بللي

خبریال وېبپاڼه: د افغانستان د بشری حقونو خپلواک کمیسیون د طالبانو د لوړو زده کړو د سرپرست وزیر ندا محمد ندیم وروستۍ څرګندونې له کرکې ډکې او د اندېښنې وړ بللې دي.

دغه کمیسیون په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې فکري کثرت او سیاسي انتقاد په هره ټولنه کې د پرمختګ اساسي اړتیاوې دي.

د افغانستان د بشري حقونو کمېسیون وايي، طالبان په خپل استبدادي ذهنیت او د تاوتریخوالي او کرکې پر بنسټ د ادبیاتو په کارولو سره د ټولنیزې بې اتفاقۍ لامل شوي او د دې ډلې جنګیالیو ته د خپلسرو او غیر قانوني بریدونو فرصتونه برابروي.

د بشري حقونو د کمیسیون په اعلامیه کې له ملګرو ملتونو غوښتل شوي، چې د طالبانو سره د حساب کولو لپاره نور جدي ګامونه پورته کړي.

د طالبانو د لوړو زده کړو سرپرست وزیر په دې وروستیو کې هغه کسان چې د دې ډلې پر کار نیوکې کوي واجب القتل بللي دي.

د نوموړي دغه څرګندونو پراخ غبرګونونه راپارولي دي.

ښايي دا مو هم خوښ شي

This website uses cookies to improve your experience. We'll assume you're ok with this, but you can opt-out if you wish. Accept Read More