The news is by your side.

د داود مزمل وژنه د تالبانو په لیکو کې د داعش د نفوذ د واک ښکارندوی کوي

خبریال وېبپاڼه: په افغانستان کې د تالبانو د څو تنو چارواکو له ډلې یې په بلخ کې د دغې ډلې په والي داود مزمل د داعش د خراسان ډلې له لوري د وروستیو بریدونو پر دوام، ملیټري ډاټ کام په یوې مقاله کې لیکلي دي چې د مزمل وژل کېدل د تالبانو د لیکو په منځ کې د داعش د نفوذ ښکارندوی کوي.

دغه مقاله چې د کلمسون پوهنتون د یوه ښوونکي له لوري لیکل شوې د ملیټري ډاټ کام په ویب سایټ کې خپره شوې ده.

لیکوال په دې باور دی چې د داعش خراسان ډلې له لوري د تالبانو د لوړپوړو چارواکو د ترور د هڅو نوی پړاو، له افغانستان نه بهر پر ځانګړو موخو د برید لپاره د داعش د وړتیاوو په اړه هم اندېښنې زیاتې کړې د.

د مقالې لیکوال وړاندې لیکي چې د داعش خراسان ډله هغه ګواښ دی چې تالبان یې د له منځه وړلو وړتیا نه لري او د دغې ډلې پیاوړتیا به د افغانستان په د ننه او بهر کې د لوېدیځ د ګټو لپاره مستقیم ګواښ وي.

تر دې وړاندې، د سنتکام قوماندان هم ویلي دي چې په افغانستان کې د داعش خراسان ډله په راتلونکي کې کولای شي امریکا کې بریدونه ترسره کړي.

Comments are closed.