هدر بار الجزیرې ټلویزیون ته: وشرمېږئ چې د تالبانو له دروغو سره بیا هم خپل پلیټ فارم ورکوئ
خبریال وېبپاڼه: د بشري حقونو د څار د ښځو د څانګې مشرې هدر بار د الجزیرې تلویزون له خوا د تالبانو د بهرنیو چارو د سرپرست وزیر امیر خان متقي د مقالې د خپریدو په اړه غبرګون ښودلی دی.
هدر بار په یوه ټویټ کې د الجزیرې له خوا د متقي د مقالې خپرول د شرم وړ وبلل.
هغې وویل: “تاسو باید وشرمېږئ، چې تالبانو ته خپل پلیټ فارم ورکوئ، ترڅو دوی پرته له کوم دلیل دروغ ووایي.”
په دې ټویټ کې، بار د “جنسي توپیر” هشټاګ هم ضمیمه کړ.
د پنجشنبې په ورځ د الجزیرې تلویزیوني چینل د تالبانو د بهرنیو چارو د سرپرست وزیر یوه مقاله خپره کړه.
امیر خان متقي په دې مقاله کې ویلي، که پر دوی لګېدلي بندیزونه لیرې شي، دوی چمتو دي له نړۍ سره همکاري وکړي.
الجزیره یو له هغو څو رسنیو څخه ده چې د تالبانو تر واک لاندې افغانستان کې د پیښو په آزاده توګه پوښښ ورکوي.
Comments are closed.