The news is by your side.

د امریکا په پنسلوانیا کې چاودنه؛ ۲ تنه وژل شوي او ۹ تنه لادرکه دي

خبریال وېبپاڼه: امریکايي رسنیو خبر ورکړی، چې د امریکا په پنسلوانیا ایالت کې د چاکلیټو په یوه کارخانه کې د چاودنې له امله ۲ تنه وژل شوي او ۹ نور لادرکه دي.

اسکای نیوز راپور ورکړی چې ناڅاپه چاودنه د جمعې ورځ په ویسټ ریډینګ کې د RM palmar co فابریکې کې وشوه.

د ویسټ ریډینګ ښار د پولیسو مشر وین هولبین ویلي، په دې پېښه کې یو شمېر کسان ټپیان شوي هم دي، چې دقیق شمېر یې لا نه دی معلوم.

د ویسټ ریډینګ ښاروال سامانتا کاګ وویل، چاودنه دومره زوروره وه چې د فابریکې ودانۍ یې ونړوله او څلور فوټه یې وغورځوله.

د ځايي چارواکو په خبره، د ژغورنې ځواکونه د پېښې ځای ته رسېدلي او عملیات په شدت سره دوام لري.

د چاودنې علت لا هم معلوم نه دی.

د یادولو وړ ده چې د چاکلیټو دغه فابریکه له ۱۹۴۸ کال راهیسې د امریکا په پنسلوانیا ایالت کې فعالیت لري.

Comments are closed.