تالبانو د جوزجان – سرپل پر لویه لار د قرانکریم له تلاوت کوونکي سر پرې کړی
خبریال وېبپاڼه: په جوزجان ولایت کې سیمه ییزې سرچینې وايي، تالبانو د قران کریم د یوه تلاوت کوونکي سر د هغه د کورنۍ د غړو په مخ کې پرې کړی دی.
یوې باوري ځايي سرچینې د نوم نه ښودلو په شرط خبریال وېبپاڼې ته ویلي، چې دغه قرآن کریم حافظ عبدالودود نومېده او تالبانو د پنجشنبې په ورځ د جوزجان – سرپل پر لویه لار د قرقین په کلي کې له هغه څخه سر پرې کړی دی.
د سرچينې د معلوماتو له مخې، عبدالودود هغه مهال د تالبانو له خوا سر پرې شوى، چې له خپلې کورنۍ سره يوې غونډې ته روان و.
د سرچينې په وينا، تالبانو د عبدالودود د سر پرې کولو پر مهال د هغه د مېرمنې او ماشوم ژړا ته پام ونه کړ او بيا يې جسد په دار وځړاوه.
عبدالودود د سیفي زوی و، چې د مارشال عبدالرشید دوستم سره پخوانی قومندان و، چې په دې وروستیو کې له ایران څخه قرکین کلي ته د تالبانو د عمومي عفوې په بدل کې راستون شوی و.
په جوزجان کې تالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
د يادونې وړ ده، چې تالبانو د عفوې له اعلان سره سم د پخواني حکومت د عسکرو محاکمې ته دوام ورکړی دی.
Comments are closed.